اپریل 11, 2021

ننګرهار: مخکښوبزګرانو ته د جوارو ننداریزې قطعې جوړیږي

Advertisements

خبر: بشر درویش
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د « SNaPP2» پروګرام په همکارۍ ددې ولایت د ۱۱ ولسوالیو یوشمېر مخکښو بزګرانو ته د جوارو ننداریزې قطعې جوړوی.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وایي، چې ددغو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار د ننګرهار د ۱۱ ولسوالیو پر ۴۳۰ مخکښو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وویل:

«د جوارو ننداریزې قطعې د کتار په ډول جوړیږي او ترڅنګ یې دکرنې وزارت د « SNaPP2» پروژې له خوا بزګرانو ته د جوارو د کرکېلي په هکله عملي او نظري زده کړې هم ورکول کیږي.»

افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په عصري سیستم د جوارو کرکېله او د جوارو هایبريډ تخمونو کرل د جوارو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.
یاد وزارت ویلي له دې وړاندې یې په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم په ورته او نورو برخو کې لاسنیوی کړی دی.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي