افغانستان ژوند بڼه سرسکالو سوله سیاست

د ننګرهار پر محبس برید چا کړی او اوس څه روان دي؟

لیکنه: بشر درویش

له پرون مازیګر راهیسې د ننګرهار ولایت پر محبس پراخ برید شوی، چې تر اوسه ترې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

ویل شوي چې ۱۵ بریدګرو پر محبس برید کړی او د بندیانو په شمول یې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

طالبانو ویلي برید یې نه دی کړی، خو ویل شوي داعش یې پړه منلې.

د ننګرهار د رسنیو رسمي دفتر دوه ساعته وړاندې وروستي جزیات په دې ډول لیکلي:

« لومړني مالومات / اتم تعقیب

د ننګرهار په محبس او څېرمه شرق پلازه کې داخل شوي اته برید کوونکي ترهګر ووژل شول او اوس مهال په دواړو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لورې تصفیوي عملیات جریان لري .د پېښې پر مهال ۱۷۹۳ بندیان محبس کې وو،چې ۱۰۲۵ نفره یې د پولیسو او نورو ځواکونو له لورې د تېښتې پر مهال بېرته نیول شوي ، څلور سوه دیرش نفره په محبس کې بند پاتې بندیان ژوندي ژغورل شوي،یو شمېر بندیان شهیدان او ټپيان شوي هم دي او ځینې یې لادرکه هم دي چې په اړه به یې وروسته مالومات شریک شي .په یاده پېښه کې تر دا مهاله ۲۹ تنه شهیدان شوي چې په کې ملکیان،امنیتي ځواکونه او بندیان شامل دي،همدا راز تر پنځوسو زیات نور ټپيان شوي دي.»

له دې وورسته چارواکو هیڅ معلومات نه دي ورکړي.

خو په عین حال کې تر دا مهاله چې د مازیګر لس کم پنځه بجې دي، تر اوسه د محبس ترڅنګ د درنو ډزو غږونه اوریدل کیږي.

بل پلو د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، په همدې حال کې ننګرهار ته د هېواد لوی درستیز، د محبس عمومي ریاست مرستیال او نور لوړ پوړي چارواکي هم را رسیدلي دي، ترڅو عادي او ډاډمن حالات په رامنځته کېدو کې همکاري وکړي.

شیبه مخکې یو شمیر رسنیو ته ویل شوي ول چې بریدګر وژل شوي او وضعیت عادي دی، خو له هغې وروسته شا او خوا دریو بجو کې ډزې لا سختې او درنې شوې او د پخوا په څیر لکه تازه جګړه چې پيل شوي وي.

برید چا کړی؟

بلو پلو پر ټولنیزه رسنۍ فیسبوک د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت یوه تازه ویډیو کې ویلي چې تر اوسه جګړه روانه او تر ۲۱ نفره شهید شوي او ۳۵ نور ټپيان دي.

هغه وايي، دده د معلوماتو له مخې ددې برید پلان د داعش د مخکیني مشر اسدالله اورکزي له لورې جوړ کړل شوی و چې په دې برخه کې ورسره جیش محمد او القاعده همکاري کوي.

نوموړی وايي، دا برید د پاکستان د استخباراتي ادارې ISIS په همکارۍ شوی چې د تیر په څیر همداسې بریدونه کوي.

حضرت ویلي چې د سولې د خبرو په پایله کې شاید طالبان له حکومت سره یوځای شي، نو د همدې لپاره مخکې له مخکې هغوی چمتووالی لري چې که طالبان حکومت ته داخلیږي چې داعش، جیش محمد او لشکر طیبه ډله یې ځای ناستي اوسي.

له بله پلوه عینو شاهدانو ویلي چې له محبس شا او خو یو کیلو مټر لرې، په لسمه ویاله سیمه کې د جلال اباد له هوايي میدان سره نیږدې هم جګړه روانه ده. ویل شوي هلته وسله وال یوه کور کې ځای پرځای شوي او په وقفه يي ډول پر میدان توغندي ور شړي او ترڅنګ یې په کوڅو کې ډزې کوي.

د سیمې یوه عیني شاهد محمد رسول یاران ته وویل چې دا کسان له تیرې شپې راهیسې دلته ځای پرځای دي، شا او خوا یې د عامو خلکو کورونه دي، نو پر ضد یې جګړه سخته ده.

هغه وايي، له میدان ځانګړې قطعې او پولیس بیلابیل راغلل، خو بیرته لاړل. دی زیاتوي چې تازه ملي اردو او افغان ځانګړې قطعې راغلې او پر ضد یې عملیات پيل کړي دي.

باید وویل شي چې د ننګرهار ولایت په ولسوالیو کې د وضعیت له ښه کیدو سره ښار یو ځل بیا د بریدونو هدف ګرځیدلی دی.

خلک پر حکومت او افغان استخباراتي ادارو سختې نیوکې کوي چې ویې نه شول کړای د دومره خطرناکو بریدونو مخه ونیسي.

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ