افغانستان خوندیتوب ژوند بڼه سرسکالو سیاست کرونا

ننګرهار کې کرونا ضد اقدامات، نیوکې او ځواب؛ تازه د کرونا د تشخیص لابراتوار فعالیږي

لیکنه: بشر درویش

په ننګرهار ولایت کې د کرونا وایرس ناروغۍ د تشخیصولو لاربراتوار فعالیږی.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ ددې ولایت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نصير احمد دراني د دولتي او مرستندويه روغتيايي ادارو مسئولينو سره په ناسته کې وويل، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابر اتوار فعال شي.

چمتو ټیم

نوموړي همدا راز وويل، چې د کرونا ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون ټيم هم چمتو دی، چې خپله دنده پرمخ يوسي.

رسنیو دفتر زیاته کړې؛ د عامې روغتيا رئيس پر ننګرهار مېشتو غږ وکړ، چې د کرونا ناروغۍ مخنيوي په ملي کمپاين کې برخه واخلي او خپل رسالت اداء کړي.

نیوکې او ورته ځواب

له تیرو څو ورځو راهیسې سره له دې چې د ننګرهار ولایتي اداره د کرونا ضد اقداماتو له امله ستایل کیږي، خو له بله پلوه نیوکه پرې کیږي چې د کرونا ناروغیو لپاره د قرنطین کولو روغتون یې هغه امکانات نه لري چې باید ویې لري.

خو په عین حال کې د ننګرهار والي وړمه ورځ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه د یوې لیکنې په ترڅ کې د خلکو خبرې ردې او غلې وبللې. هغه لیکلي چې د کرونا ناروغانو د قرنطین او درملنې لپاره یې مناسب ځای چمتو کړی دی.

هغه خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکلي:

شاه محمود میاخیل، ننګرهار والي

« که علایم د زکام، شدیدي تبې او یا نفس تنګي چا کې پیدا شوله، شفاخانې ته دی تلیفون وکړي چې هغوي ورشي او سمپل واخلي خو مریض باید د کور نه ونه وځي تر څو د مریض ویروس نورو ته سرایت ونه کړي. کله چې د مریض حالت وخیم شو، شفاخانه به امبولانس ورولیږي او مریض به د کرونا د قرنطین سیمې ته انتقال کړي. هلته بیا ډاکتران حالت د نږدې نه ګوري ‌او تداوي‌به یې کوي. یوازنې تداوي‌دا ده چې هلته اکسیجن ورته چالان کړي. د قرنطین په روغتون کې د اکسیجن د سیستم نه نور څه زیات شیان د تحفظې وسایلو نه په غیر نه دي پکار.

نن یو ژورنالست د حاجی کیمپ د یو تعمیر د تشاب عکسونه خپاره کړې و. دا معلومات سم ځکه نه و چې حاجي کیمپ شفاخانه نه ده بلکې د قرنطین ساحه ده او هلته یوازې چپرکتونه پکار دي او د ضرورت په وخت کې چپرکتونه هم هلته انتقال کیدلې شي. د حاجي کیمپ په ساحه کې مونږ د داعش کرونا هم تیره کړې وه او هغه تعمیر دوه برخې لري چې د ترمیم لاندې ده. یوه برخه چې ترمیم شوې، هغه مونږ د کرونا مریضانو لپاره مشخص شوې او تر اوسه هلته مریض نشته. دا خبریال صیب اول باید پخپله ځان د دی مرض په مشخصاتو پوه کړي او د ولس عامه پوهاوې لپاره باید کار وکړي. د بل په کار کې مداخله سمه نه ده. که د قرنطین مریضانو لپاره نور ځایونه اړتیا وي مونږ حتی مکاتب، لیلې او نور تعمیرونه هم ورته جلا کولې شو او مونږ پوهیږو چې دا ډول تعمیرونه د روغتونو وسایل نه لري خو صرف ساحه د قرنطین باید مشخصه وي چې هلته نور کسان تګ او راتګ ونه کړي. داسې راپور چې هلته هیڅ نشته او د شفاخانې غوندې وسایل نشته، هسې هوایې خبرې دي چې صرف د خلکو ذهنونه مشوش کړي. د ننګرهار صحت عامې چې ویلې هلته سل بستریز روغتونه شته، مطلب د قرنطین د ځای نه دی که نه باید موږ خیمې وهلې وې او د خیمې په ماحول کې خو بیا تشنابونه بیخې نشته»

له دې هر څه سره سره د ټولنیزو شبکو کاروونکو او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر چې ننګرهار ته ولایت په سفر راغلی د ننګرهار والي شاه محمود هڅې ستایلې او پر نورو والیانو یې غږ کړی چې د نوموړي په شان دې د کرونا پر ضد اقدامات وکړي څو د فاجعې مخه ونیول شي.

ننګرهار کې له درمل پلورنکو، معاینه خانو، خوراکي توکو خرڅولو، ډوډۍ خرڅوونکو او ځینو نورو پرته ټول ښار او ولسوالیو کې بازارنونه او میلې تړل شوي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ