ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

څه وخت باید له خپلې نامزادۍ (کوزدې) تېر شئ؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

نامزادي د شناخت او پېژندګلوۍ دوره ده او په دغه دوره کي هره نجلۍ او هر هلک فرصت لري پوه سي چي څوندي یو د بل په درد دوا کېږي او څوندي یو او بل ته سره نژدې دي او کولای سي چي د نامزادۍ دغه اړیکه په رسمي واده بدله کړي یا ئې بدله نه کړي. خو څنګه پوهېدلای سو چي زموږ نامزادي له ماتي سره مخامخ ده او باید له دغي نامزادۍ څخه تېر سو؟

هرکله چي دواړو طرفونو له روحي او رواني لحاظه د تحمل قوه له لاسه ورکړه او نور ئې د صبر کاسه ډکه سوه، کولای سي چي خپله نامزادي ختمه کړي. یعني کله چي داسي احساس کړي چي نور نه سي کولای یو او بل تحمل کړي یا په خپلو منځو کي د جنګونو او اختلافاتو مخه ونیسي. همدارنګه، کله چي و نه سي کولای په خپلو منځو کي ګډه نقطه پیداکړي او یو له بل سره ژوند وکړي، غوره ده چي له دغه ډول نامزادۍ څخه تېر سي.

ښايي فکر وکړئ چي باید له مشاوره کومک واخلئ. حتمن همداسي ده. تر هري لوي او ستري پرېکړي دمخه باید یو وار یوه رښتیني ارواپوه او مشاور ته ورسئ. البته جلا جلا نه. بلکي دواړه یوځای او حتی که اړتیا وي کورنۍ دي هم درسره ولاړي سي. خو هیڅکله مه هېروئ چي مشاور یا ارواپوه ستاسي له پاره کوم فوق العاده کار یا معجزه نه سي کولای. اصولاً د مشاور کار تغیرول نه دي، بلکي د مشکل اړخونه روښانه کول او د هغه د حل سره مرسته کول دي. هر څوک په خپلو ځانګړتیاوو سره ښه دئ او د همغو ځانګړتیاوو له مخي انتخابېږي. دا چي یو څوک انتخابوو او فکر کوو چي وروسته ئې کولای سو تغیر کړو او مشکلات ئې لېري او ختم کړو – اصلاً تېروتنه ده.

ډېری داسي کسان مو لیدلي دي چي له یوه معتاد سره ئې یوازي د هغه سره د میني لرلو په خاطر واده کړی و او فکر ئې کړی وي چي له هغه/ې سره د کړي یا لرلي میني په خاطر به هغه تغیر کړي او له هغه سره مرسته کوي چي له معتادۍ څخه لاس واخلي؛ خو یوازي دا نه چي کامیابه سوي نه دي، بلکي خپله هم ورسره معتاد سوي دي. که یو څوک وغواړي چي تغیر وکړي، هغه بیا نه په تمه کېږي چي بل څوک ئې تغیر کړي؛ بلکي خپله، خپل ځان تغیروي.

که ستاسي نامزادي له ماتي سره مخامخ سوه او مجبور سواست دمخه تر دې چي تر یوه چتر لاندي ژوند ته ادامه ورکړئ، خپله اړیکه مو ختمه کړئ او پوه سئ چي باید فوراً دوباره په بلي نامزادۍ پسې نه سئ یا واده و نه کړئ. تاسي باید هغه وخت واده وکړئ چي خپله مو تغیر کړی وي. په یوه ماته کي حتمن دواړه طرفونه خپلي نیمګړتیاوي او نواقصات لري او له دې څخه انکار نه سي کېدای. د یوه مشاور سره په مشوره ټول هغه لاملونه چي د دغه جلاوالي سبب سوي دي کشف کړئ او د هغوی په لېري کولو او رفع کولو پسې سئ. هرکله چي طرفینو اراده وکړې او په عمل کې ثابته کړه چي د ماتي عوامل ئې پرېښي دي او ځانونه ئې تغیر کړي دي او په دې هڅه کي دي چي یو کامیابه ژوند جوړ کړي کولای سي چي پر یوه غوره انتخاب او کامیابه واده فکر وکړي. حتی په دغه صورت کي کولای سئ چي بیاځلي یو او بل ته پر رجوع کولو هم فکر وکړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي