مارچ 7, 2021

هغه ناروغۍ چې غیرې منظم خوب لرونکي خلک به ورسره لس کاله وروسته مخ شي

Advertisements

روغتیا پوهان وایي، د ښه او غوره صحت لپاره په وخت ویده کېدل او وختي پاڅېدل اړین دي.
په خلکو کې دا خبره عامه ده چې په خپل وخت ویده کېدل او په خپل وخت پاڅېدل د روغتیا لپاره ګټور دي خو اوس دا خبره ساینس هم ثابته کړه.
دغه تازه څېړنه په جنوبي کارولینا کې شوې چې په کې ثابته شوې منظم خوب د روغتیا لپاره څومره اړین دی؟
دغه څېړنه یوې مشهورې ساینسي ورځپاڼې نیچر خپره کړې، چې ویل شوې یوه امریکایي پوهنتون ډیوک کې شوې ده.
د روغتیا پوهانو دغه څېړنه په ۱۹۰۰هغه کسانو کړېده چې ځوانۍ عمر ته رسیدلي دي، په دغه څېړنه کې معلوم شوي چې پر وخت نه ویده کېدل او نه پاڅېدل د ډېرو زیاتو ناروغیو د پيدا کېدو لامل ګرځې.
د څېړنې په پایله کې معلومه شوې هغه کسان چې غیرې منظم خوب ولري نو په راتلوونکو لسو کلونو کې به ډېرې زیاتې ناروغیانې ولرې چې په کې د وزن زیاتېدل، دوینې فشار او شوګر یا شکر ناروغۍ شاملې دي، د دې نه علاوه فلج او د زړه ناروغۍ هم د بې نظمه خوب له امله پيدا کیږي.
پروفیسور لنسفورډ ویلي، چې مونږ پر خپل وخت د ویده کېدو په ګټو پوهیدو خو خلکو دا هم غوښتل چې پوه شي تاوانونه یې کوم دي، دی وایي اوس ساینس دا ثابته کړه چې په خوب او له خوب څخه په پاڅېدلو کې بې نظمي د تشویش او ذهني کمزورۍ پيدا کیږي او دماغ هم اغیزمن کوي.
پروفیسور جیسیکا لنسفورډ ایوري وایي، چې غیرمنظم خوب د دومره ناروغیو سره سره پر میتابولیزم هم بده اغېزه کوي، چې لومړی یې وزن زیاتیږي او وروسته بیا انسان له نورو تاوانونو سره مخ کوي.
د دې څېړني په نتیجه کې روښانه شوې چې د ډیری د وینې د فشار لرونکي خلک تر ډېره ویده کیږي خو د زیات وزن لرونکي خلک بیا وختي پاڅیږي.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ