
ژباړه: ساحل منګل
د انسان ذهن پر دوو برخو خود اګاه (ځان خبری) او نا خود اګاه (ځان ناخبری) ضمير وېشل شوی دی. خوداګاه ضمير د ذهن هغه برخه ده، چې ارادي فعاليتونه کنټرولوي. زمونږ خود اګاه ضمير ستړی کيږي، يو شی ترې هيریږي او ځينې نورې ځانګرتياوې لري. مګر ناخود اګاه ضمير ۲۴ ساعته، شپه ورځ او په هر حال کې د کار او فعاليت په حال کې دی. ناخوداګاه ضمير هيڅ شی له لاسه نه ورکوي او هيڅ کله تېروتنه نه کوي. هر هغه څه چې په ناخوداګاه ضمير کې برنامه ريزي شوي وي، په سم ډول او په غور ېې ترسره کوي.
په ناخوداګاه ضمير کې څه خبرې دي؟
زمونږ په ناخوداګاه ضمير کې عادتونه، عقيدې، باورونه او زمونږ د ژوند د ځينو برخو اعمال کنټروليږي. مونږ بغير له دې چې ورته متوجه شو، ددې باورونو، عقايدو او عادتونو پر اساس، د ورځې په اوږدو کې تصميم نيسو. لکه څنګه چې پوهيږو دا زمونږ تصميمونه دي، چې زمونږ د ژوند پايلې او مقصدونه مشخص کوي.
ناخوداګاه ضمير په دوه ډوله دي: متصل او غير متصل ناخوداګاه ضميرونه. متصل ناخوداګاه د کايناتو په نامحدوده قدرت پورې وصل دی او ډير لوړ ځواک لري. مګر ډير انسانان غير متصل او غير قدرتمند ناخوداګاه ضمير لري.
خو څه ډول ناخود اګاه ضمير فعاله کړو؟
څه ډول د ناخود اګاه ضمير له ځواک څخه ګته واخلو؟ که چېرې دغه موضوع په انټرنېټ کې وپلټۍ شايد زياتې مقالې هم پيداکړئ. مګر مونږ غواړو چې په دوو لارو باندې خبرې وکړي. ددې لارو په کارولو سره کولای شئ خپل ژوند د تل لپاره مثبت لوري ته بدل کړئ. کولای شئ په ډېر کم زيار سره خپلو ټولو مسايلو ته د حل ښې لارې پيداکړئ.
د ناخوداګاه ضمير فعالول په پوښتنې سره
د انسان د ذهن ځواک بيدارول د پوښتنو په کولو سره ښه وي. بريالي خلک، له ځانه په ښه ډول پوښتنې کوي او په پايله کې بهترين ځوابونه او حل لارې تر لاسه کوي. په همدې دليل هغوی بريالي دي.
آنتوني رابينر وايي، ۸۰ په سلو کې برياليتوب هغو پوښتنو ته په ځواب ورکولو کې دی چې په ( ولې) پيل کيږي او ۲۰ په سلو کې برياليتوب په هغو پوښتنو کې دی، چې په ( څه ډول) پيليږي. د هرې مسلې د حل لپاره بايد دغه دوه سوالونه له ځانه وکړئ: ولې؟ او څه ډول؟
د بېلګې په ډول:
که چېرې په مالي مسايلو کې راګير يئ او په کافي اندازه آمد نه لرئ، په لومړیو کې له ځانه وپوښتئ چې ولې کافي پيسې نه لرم؟ لږ شان ژور لار شئ او ددې موضوع ريښې پيداکړئ. په سطحي ډول دې پوښتنې ته ځواب مه ورکوئ او مه ترې تېرېږئ. اجازه ورکړئ تر څو ستاسو ذهن له دې سوال سره ژور لاړ شي او ريښه ېې پيداکړئ.
تاسو شايد فضول خرچي وکړئ، شايد يو کار مو په تېروتنې سره انتخاب کړی وي، يا انګېزه ونلرئ او يا نور…
د ناخوداګاه ضمير فعالول له سکوت سره
زمونږ په ذهن کې زيات فکرونه وجود لري، چې زمونږ د تمرکز مانع کيږي. که چېرې مو په لمانځه پيل وکړ تمرکز له لاسه ورکوو . د سکوت په حال کې مونږ د مختلفو افکارو له بريد سره مخامخ کيږو، چې غواړي ځان ښکاره کړي. مدتيشن يا د سکوت تمرين له مونږ سره مرسته کوي تر څو خپل ذهن آرام کړو او خپل ليد او بصيرت په لاس راوړو. د سکوت تمرين له مونږ سره دا مرسته کوي تر څو وکولای شو وقايع په شفاف ډول ووينو او د شپږم حس په مرسته سم تصاميم ونيسو.
مونږ دا وړانديز کوو، چې هر سهار له بيدارېدو وروسته او د شپې مخکې له خوب کولو د پنځلس دقيقې وخت د سکوت لپاره ځانګړی کړئ. له پنځلسو دقيقو يې پيل کړئ. دغه کار په لومړيو کې د ځان لپاره ساده مه ګڼئ، د څو ورځو په تېرېدو سره به ورسره عادت شئ. يوازې هغه کار چې لازم دی ترسره يې کړئ، په آرام ځای کې کيناستل دي، د سترګو بندول او سکوت کول دي.
ستاسو فکر ته به زيات فکرونه درځي. له هيڅ يوه فکر سره لاس او ګريوان نشئ. فقط له يوه فکره بل فکر ته ننداره کوئ. په هغه ډول چې يو څوک له کړکۍ څخه د لارې تېرېدونکو خلکو ته ګوري.
د ليکنې جمع بندي
بريالي انسانان له خود اګاه ضمير پرته له ناخوداګاه ضمير څخه هم د خپلو مسايلو د حل او تصميم نيولو لپاره ګټه اخلي. ژوند ټول د مسلو حل دی. لوی انسانان لوی مسايل لري. د مسلو د حل له امله دي چې مونږ خپلو غوښتنو او هيلو ته رسيږو. نو هغه څه چې پورته مو ولوستل، د ناخوداګاه ضمير په فعالولو کې ترې ګټه واخلئ.