راپور: بشر درویش
د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې د ناکامورا د وژنې په تور یې یو تن نیولی دی.
دا خبرې د یادې شورا سلاکار حمدالله محب ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې کړي دي.
ښاغلی محب ننګرهار ته ددې ولایت د امنیتي وضعیت څیړنې په موخه راغلی دی.
هغه پرون مازیګر ناوخته ننګرهار رارسیدلی او ماسختن مهال یې له چارواکو، علماوو او عامو خلکو سره لیدلي دي.
ښاغلي محب په دې لیدنه کې د ناکامورا اړوند پيښې په اړه ویلي:
«تحقیقات پرې دوام لري او په تړاو یې تازه تازه د ملي امنیت لوی ریاست یو نفر هم نیولی دی.»
ناکامورا، خدمت او وژنه یې
جاپان الاصله ناکامورا تیر کال په ننګرهار ولایت کې د یوه پراخ برید په ترڅ کې سره له افغان همکارانو او امنیتي کسانو ووژل شو.
دا پيښه د ننګرهار ولایت مقام په څو سوه مترۍ کې رامنځته شوه.
خلکو له هغه وخته تر اوسه حکومت سخت پړ او ملامته وباله چې یې ونه شوای کړای د ښار په منځ کې د یوه داسې چا ساتنه وکړي چې افغان ملت ورته تر هر چا ډیره اړتیا درلوده.
خلکو له دې امله هم نیوکې کړي چې د دومره یوه مهم کس پر وړاندې د داسې ستر برید ترسره کوونکي تر اوسه ونه نیول شول او حساب ورسره ونه شو.
ناکامورا چې له کلونو راهیسې له جاپانه افغانستان ته راغلی و، د ننګرهار ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ کې يې په خپلو هڅو په پراخه اندازه وچه او شاړه ځمکه اباده، ښيرازه او سرسبزه کړه او ګڼو کسانو ته یې د ژوند، کار او ښه چاپيریال زمینه برابره کړه.
هغه له مرګ ایله څو میاشتې وړاندې د افغانستان تابعیت هم اخیستی و، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل لاس ورکړی و.