ناک او ګټې یې؛ د ځینو ناروغیو لپاره یې خوړل ګټور دي

ناک د نړۍ په نږدې ټولو هېوادونو کې کرل کېږي، له پراخو ویټامینونو برخمن او د انسان روغتیا ته ګټه رسوي.
په دې مېوه کې کلسیم، فاسفورس، مګنیزیم، پوټاشیم او اوسپنه شته دي.
۱ـ ناک د سرطان خطر کموي:
په څېړنو کې ښودل شوې چې په ناک کې شته فایبر د هغو حجراتو مخه نیسي چې د کولمو د سرطان خطر زیاتوي.
یوې څېړنې ثابته کړې چې هره ورځ یو ناک خوړل په ښځو کې د سینې د سرطان خطر ۳۴ سلنه پورې کمولای شي.
۲ـ ناک د امیدوارو میرمنو لپاره غوره مېوه ده:
ناک د امیدوارو ښځو لپاره تر ټولو اړین دي، ځکه چې په ناک کې د فولیک اسید په نامه مواد شته، چې مېرمنې له معیوبیت نه ساتي.
۳ـ پوستکي تازه ساتي:
ناک په کافي ویټامین سي، ویټامین کې او اوسپنه لري چې د بدن پر حجراتو ناوړه اغېز کوونکي عناصرو مخه نیسي او د پوستکي روغتیا لپاره ډېر ګټور دی.
۴ـ د فلج مخنیوی کوي:
روغتیاپالان وایي په ناک کې شته فایبر ټول هغه کولیسترول له منځه وړي چې د بدن روغتیا ته زیان رسوي او دغه راز یې که څوک هره ورځ خوري، نو د فلج د ناروغۍ ګواښ یې ۵۰ سلنه کمېږي.
۵ ـ وزن کموي:
د څېړنو له مخې هغه خلک چې هره ورځ ناک خوري په هغوی کې د اضافي وزن د زیاتېدلو چانس ۳۵ سلنه لږ وي. د امریکا د لوزیانا ایالتي پوهنتون کې ترسره شوي څېړنې کې ویل شوې چې ناک د بدن د اړتیا وړ فایبر او ویټامین اضافي وزن کمولو پروسه ګړندی کوي.
۶ـ هډوکي له ناروغیو ژغوري:
ناک د بدن حجرې سالمې ساتي، د هډوکو ساتنه کوي او دغه راز د زړه د ناروغیو مخه نیسي. که وغواړئ د هډوکو ناروغیو مخه ونیسئ نو د روغتیایي پالانو له لوري وړاندیز شوی چې کلسیم باید وخورئ. ناک بدن کې د کلسیم د جذبېدو بهیر اسانه کولو سره د هډوکو مختلفو ناروغیو مخنیوی کوي.
۷ـ قبضیت له منځه وړي:
که څوک قبضیت لري او غواړي، چې له دې ناروغۍ خلاص شي نو ناک دې وخوري، څنګه چې پورته په څو څو ځلي وویل شول ناک ډېره اندازه فایبر لري. فایبر د کمولو فعالیت غوره کولو سره د قبض په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب