نجیب‌ ځدران: له راشدخان سره په ګډه دا لوی مسئولیت مخته وړو

په شل اوریزه سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر نجیب‌الله ځدران په خپلو تازه څرګندونو کې، د شل اوریزه لوبو د کپتان په توګه د ملې لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشدخان ارمان ته مبارکي ورکړې.

نجیب‌الله ځدران پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې د افغان کرکټ بورډ څخه مننه کړې، چې پر ده یې باور وکړ او شل اوریزه لوبو کې یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.

ددې ترڅنګ نجیب‌الله ځدران ویلې، له راشدخان سره به په ګډه دا ستر مسئولیت مخته یوسي.

هغه لیکلې:

«د شل اوریزو لوبو د کپتان په توګه د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد ارمان ته مبارکي وایم. همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ رهبرۍ څخه مننه کوم چې پر ما یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعتماد وکړ، له راشد خان سره به په ګډه دا ستر مسوولیت مخته وړو. ژوندی دې وي افغانستان. »

 

په دې تړاو نجیب‌الله ځدران پر ټویټر هم پوسټ کړی.

 

 

د لوبډلمشر په توګه د راشدخان ټاکل

 

راشدخان ارمان د افغان کرکټ بورډ له لوري پرون سې شنبه په شل اوریزه سیالیو کې د نوي لوبډلمشر په توګه او نجیب‌الله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، راشدخان د کرکټ نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د هغه تجربو، کاکرده‌ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ