نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوو تنو تکړه او نامتو لوبغاړو نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز د پاکستان سوپرلیګ په پاتې سیالیو کې د ګډون په موخه نن دوشنبه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

د ملې لوبډلې دې نامتو لوبغاړو پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې او انسټاګرام انځورونه خپاره کړي، چې د سفر په حال کې دي.

رحمن‌الله ګربز پر خپل انسټاګرام لیکلي، چې د پاکستان سوپرلیګ په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي او له ټولو هیوادوالو یې د ښه لوبېدو په موخه دُعا غوښتې.

 

 

نجیب‌الله ځدران بیا له خپل خپاره کړي انځور سره لیکلي، چې دوبی ته د سفر کولو پر مهال.

 

 

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو وړمه ورځ راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

کراچي کینګز لوبډله کې: نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال.

پېښور زلمي لوبډله کې: وقار سلام‌خېل.

ملتان سلطانز لوبډله کې: رحمن‌الله ګربز.

لاهور قلندرز لوبډله کې: راشدخان ارمان.

کویټه ګلډیټرز لوبډله کې: ظاهرخان پکتین.

 

د پاکستان سوپرلیګ

 

ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګ«PSL» شپږم پړاو، چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلیږي.

دا لیګ د پاکستان په کراچي ښار کې روان و، چې د کورونا له امله وځنډول شو.

په دې لیګ کډونوالو لوبډلو ځانونه ته وړمه ورځ یو شمېر نور نوي لوبغاړي هم واخیستل.

 




وروستي مطالب