د نجیب الله ځدران دې لوبډلې د هغه په نشتون کې لوبه وبایلله

د کاناډا ګلوبل لیګ سیالۍ د پنجشنبې په ورځ د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي، لومړۍ لوبه کې وانکوور نایټس لوبډلې چې کرېس ګېل یې لوبډلمشر دی، د ټورنټو نېشنل لوبډلې ته چې یوراج سېنګ یې لوبډلمشر دی، ماته ورکړه.
د دې سیالیو دوهمه لوبه پرون د جمعې په ورځ د نجیب الله ځدران دې لوبډلې ویېنېپېګ هاکس او مونټریئل ټایګرز لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، لوبه د باران له امله ۱۲ اورونوته راښکته شوه.
هاکس لوبډلې د نجیب الله ځدران په نشتون کې د ټایګر لوبډلې ۱۳۵ منډې هدف پوره نه کړای شو او په ۲۴ منډو یې ماته وخوړه.
نن د دې سیالیو په دوام دریمه لوبه د ټورنټو نېشنل او اېډمونټن رویالز لوبډلو او څلورمه لوبه بیا نن د مونټریئل ټایګرز او برامپټن ولفز لوبډلو ترمنځ کېږي.

سبا د یکشنبې په ورځ ( د جولای په ۲۸ مه) نېټه د نجیب الله ځدران دې لوبډله وېنېپېګ هاکس د وانکوور نایټس لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګرته ښکته کېږي.
د کاناډا ګلوبل لیګ تېر کال په کاناډا کې پیل شو او سږ کال یې دوهم پړاو دی، سږ کال په دې پړاو کې ټولې شپږ لوبډلې لوبېږي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي او ټولې پکې ۲۲ لوبې کېږي.
د دې سیالیو پایلوبه د اګسټ په ۱۱ مه نېټه په برامپټن سیمه کې ترسره کېږي.
تېر کال نجیب الله ځدران په مونټریل ټایګرز لوبډله کې لوبېده او سږ کال په وېنېپېګ هاکس لوبډله کې لوبېږي.
د کاناډا نړیوالو سوداګریزو سیالیو د لومړي پړاو اتلولي وانکوور نایټس لوبډلې ګټلې وه.
 
 

پوران: IPL کې مي ښې لوبې ونکړې؛ زه بیرته قوي راګرځم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي نیکولاس پوران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راتلونکو سیالیو ... نور ولولئ