سپورټ کرکټ

په فړسټ کلاس سیالیو کې نجیب ترکی درېیم غوره توپ وهونکی دی

د کرکټ په لوبوکې ډومېسټېک یا کورنی کرکټ ډېر مهم دی او ډومېسټېک کرکټ د ملي او نړیوال کرکټ لپاره بنسټ دی.

د هر هېواد لوبغاړي مخکې له دې چې ملي لوبډلې ته ولاړ شي کورنی کرکټ کوي.

په کورني کرکټ کې دوه مهم فارمټونه یا ډولونه دي، چې یو ته یې لېسټ اې وایي، لېسټ اې لوبې ټولې ون ډی یا یو ورځنۍ وي.

دې لوبو کې لوبغاړی ازمایل او چمتو کېږي، ترڅو یو ورځنۍ لوبې ښې زده کړي، په وېکټ پاتې کېدل، حوصله کول، د لوبې کنډېشن یا حالت مطالعه کول او د لوبډلې له تقاضا سره سمه لوبه کول هغه څه دي، چې لېسټ اې لوبه کې له توپوهونکو او توپ اچوونکو غوښتل کېږي.

فرسټ کلاس سیالۍ هغه کورنۍ ټېسټ لوبې دي، چې د څلورو ورځو په موده کې ترسره کیږي.

دې لوبوکې لوبغاړو ته د ټېسټ لوبو د چمتووالي درس ورکول کیږي.

یعنې په ټوله معنا لوبغاړی دېته چمتو کیږي، چې د ټېسټ لوبو پرمهال څنګه برخورد وکړي.

درې افغان لوبغاړو دې برخه کې خپل جوهر ښکاره کړی.

بهیر محبوب فرسټ کلاس کې درې غبرګې سلیزې وهلي دي.

شفیق الله شفق

شفیق الله شفق ۲۰۱۸ م کې د بُست لوبډلې خلاف چټکې دوه سوه منډې وکړې او ۲۲ شپږیزې یې ووهلې.

دی تر نیوزیلېنډي کولېن مُنرو وروسته دویم توپوهونکی دی، چې فرسټ کلاس لوبو کې دومره شپږیزې وهي.

مُنرو ۲۳ شپږیزې وهلي دي او ۲۸۱ منډې یې کړي دي.

نجیب ترکی درېیم توپوهونکی دی

د نړۍ په کچه درېیم توپوهونکی نجیب الله ترکی دی، چې فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو لوبو کې یې زیاتې شپږیزې وهلي دي.

هغه ۱۹ شپږیزې جوړې کړي او په کمو توپونو یې ۲۰۰ منډې کړي دي.

په شفیق الله شفق اوس کرکټ بورډ شپږ کاله بندیز لګولی او نجیب الله ترکی بیا له ۲۰۱۵ کال راهیسې له لوبو لرې پاتې کړل شوی دی او د بهیر شاه محبوب پاڼه هم څوک نه اړوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ