سپورټ مخکښان وزش او تمرین

د نجيب الله ترکې لوبو ته لنډه کتنه

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

افغان کريکټر نجيب الله ترکی د ۲۹ کلونو په عمر وفات سو.

نجيب الله ترکي د نو اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو چې د مرګ تر وخته لاهم په کوما کې وو.

که څه هم د نوموړي د روغتيا او درملنې په اړه افغان کريکټ بورډ او ډاکترانو ډاډ ورکوی، خو نور يې د حق داعي ته لبيک ووايه.

نجيب الله ترکي خپله وروستۍ لوبې په تېره مياشت شپږيزه لېګ کې د ميس عينک لپاره ترسره کړې چې ۳۲ منډې يې وکړې.

نوموړي ۱۲ نړيوالې شل اووريزې او يوه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې .

ارواښاد نجيب نړيوال کريکټ په ۲۰۱۴ز شل اووريز نړيوال جام کې د بنګلدېش په وړاندې پيل کړ،نوموړي د ايرلينډ،زيمبابوې، عربي اماراتو ،بنګلدېش او هنکانګ په وړاندې لوبې ترسره کړي وې.

د نجيب تر ټولو لوړې منډې په ۲۰۱۷ز مارچ کې د ايرلينډ په وړاندې ۲۰ اووريز سيريز کې ۹۰ منډې دي.

نوموړي خپله وروستۍ نړيواله لوبه په ۲۰۱۹ز سپټمر کې د بنګلدېش په وړاندې ترسره کړه،د نجیب يوازنۍ يو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۷ز کې د ايرلينډ په وړاندې وه.

نجيب ترکي ۲۴ پړست کلاس لوبو کې په ۴۷.۲۰ اوسط سره ۲۰۳۰ منډې کړي،چې شپږ سليزې او ۱۰ نيمه سليزې يې وهلي دي،دده تر ټولو لوړې منډې په پړسټ کلاس کريکټ کې ۲۰۰ دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ