افغانستان سرسکالو سیاست

نجیب کابلی او اسراییلو سره اړیکې؛ وایي کابل کې د ګلونو نړیوال برج جوړوي

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان یو متنازع سیاستوال نجیب الله کابلی، چې ډېر وخت د ناندریو له کبله د ژبو پر سر و، په یوه تازه مرکه کې له اسراییلو سره د خپلو اړیکو تورونه رد کړل.

هغه د یک تلویزون په ککتوس خپرونه کې مېلمه و، چې د مرکې مهم ټکي یې یاران خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي.

کابلی څوک دی؟

نجیب الله کابلی نیږدې ۴۸ کاله مخکې په کابل کې زیږیدلی.

هغه د لېسې د زده کړو ترڅنګ په سیاسي علومو کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي.

کابلی ۴ لوڼې او ۶ زامن لري.

دی د سوداګرۍ ترڅنګ په سیاست کې مطرح سړی دی.

کابلي د ولسي جرګې د یوه دوره وکالت ترڅنګ د ملي مشارکت په نوم د یوه ګوند مشري کړې او د امروز په نوم یې یو خصوصي تلویزون هم درلود.

نجیب کابلی اوس په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار دی.

کابلی او سیاست

نجیب کابلی وایي د ډاکټر نجیب د حکومت له پيل سره د لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی او ۱۴ کلن و، چې سیاست سره یې مخه شوه.

د ده په خبره هغه وخت یې د روسانو خلاف خبرې کړې وې، چې د وخت استخباراتي شبکې ګرفتار او څلورنیم کاله بندي کړ.

دی د طالبانو د واکمنۍ کیسه نه کوي، خو وایي یو ځل هغه مهال هم بندي شوی.

په وروستي ځل د ولسمشر غني په واکمنۍ کې د اختطاف په تور نیږدې یو کال بندي شوی او بیا خوشې شوی.

اسراییلو سره اړیکې

نجیب الله کابلی، چې یو وخت یې د ایران، افغان جهادي رهبرانو او چارواکو خلاف توندې خبرې کولې، د مخالفینو له لورې یې له اسراییلو سره په اړیکو تورن شوی و.

کابلي په دې مرکه کې دا تور رد کړ او ویې ویل، اسراییلو نه سخته کرکه لرم.

هغه دا تور د ده پر ضد د سیاسي مخالفینو تبلیغ وباله.

د کابلي په وینا یو وخت دا تور دومره زیات ور پورې شوی و، چې د ولسي جرګې یو هم دوره وکیل ورته راغی او ترې ویې غوښتل، چې له اسراییلو سره یې اړیکې جوړې کړې.

د ولسمشر مشاوریت

کابلی له څومیاشتو راهیسې د ولسمشر غني سلاکار ټاکل شوی.

دی وایي غني ته یې په تېرو ټاکنو کې کمپاین کړی و، خو دا ځل یې کمپاین کې برخه نه لرله.

د نجیب کابلي په  وینا په دغو ټاکنو کې یې هم ولسمشر غني ته رایه ورکړې ده.

کابلی په افغانستان کې د کلدارو او ایراني تومانو چلښت د شرم وړ ګڼي او وایي د مخنیوي لپاره یې یوه طرحه له ولسمشر سره شریکه کړې، چې د تطبیق ډاډ ورکړل شوی.

د کابلي شتمني

نجیب کابلی وایي سوداګري یې له پخوا څخه کوله، خو اوس شتمني نه لري.

د ده په خبره د بوستان کابل خصوصي پارک ده د ملي بانک په قرضه جوړ کړی او د اسراییلو په ګډون یې هیڅ کوم هېواد نه ورته پیسې نه دي اخیستي.

هغه ادعا لري، چې دمګړۍ یو لک افغانۍ سرمایه هم نه لري.

کابلی وایي: زه د کابل ښار په مختلفو سیمو کې له ذرې موټر او باډي ګاردانو پرته ډاډه ګرځم او په دې ویاړم.

لنډ ځوابونه

کابلی په دغه مرکه کې د مختلفو څېرو او پوښتنو په اړه لنډو خوابونو ته وبلل شو.

د سلمان خان په اړه یې وویل، چې کوم نظر ورباندې نه لري.

د عبدالطیف پدرام په اړه یې ادعا وکړه، چې یو وخت یې د ملګرتیا له مخې مالي مرستې ورسره کولې، خو سیاسي مخالفت ورسره لري.

د احمد شاه مسعود د زوی په اړه د کابلي نظر دا و، چې د پلار په سترګو یې احترام ورته کوي.

د اریانا سعید په باره کې یې وویل، چې د هغې سندرې یې خوښیږي او نور کوم نظر ورباندې نه لري.

په خوراکونو کې کابلی بولاني او آشک خوښوي.

په سندرغاړو کې احمد ظاهر، ناشناس او استاد اولمیر یې د خوښې وړ دي.

وایي خپله یې هم د ارموینې زده کولو۷ میاشتینی ناکام کوشش کړی، خو نه دی بریالی شوی.

هغه په دې اړه، چې ولې یې د امروز تلویزون څخه د شهید اونۍ او محرم ورځو کې هم موسیقي خپروله وویل: موسیقي که ګناه لري، هر وخت یې لري او که نه لري، هیڅکله یې نه لري.

نجیب کابلي دا هم وویل، چې د کابل د بګرامیو په تپه کې یې د ګلونو د نړیوال برج جوړولو طرحه له ښاروالۍ سره شریکه کړې وه، خو د مخکیني ښاروال او نورو مامورینو د میلیونونه ډالره رشوت غوښتو له کبله دا کار نیمګړی پاتې دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي