افغانستان اقتصاد ژوند بڼه

افغانستان: د نجارۍ دې فابریکې ۳۲ کاله وروسته بیا فعالیت پيل کړ

لیکنه: بشر درویش

د ننګرهار کانال اړند د نجارۍ فابرېکې وروسته له ۳۲ کالونو يوځل بيا فعاليت پيل کړ.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د وادې کرنيز شرکت اړوند د نجارۍ فابريکه له ۳۲ کلن ځنډ وروسته يوځل بيا فعاله شوه او تمه ده، چې د پخوا په څېر به توليدات د هېواد بازارونو ته وړاندې کړي.

جګړو درولې فابریکه

ياده فابريکه کابو دوه ديرش کاله وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمر خېلو سيمه کې په دوه شپيته جريبه ځمکه کې فعاله وه، چې په کې سلګونه کسان په کار بوخت و او د هېواد د بېلابېلو سیمو له لرګيو څه به په کې دروازې، چوکۍ، ميزونه، فرنيچرې او نور توکي جوړيدل؛ خو د داخلي جګړو په ترڅ کې فعاليت يې ودريد، چې له نيکمرغه اوس يوځل بيا فعاله شوه.

دې پخوانۍ فابریکې د اسیا په کچه نوم درلود

د اسیا په کچه نامي

يادې فابريکې هغه مهال بېلابېل ډوله ماشينونه درلودل، چې د اسيا په کچه يې نوم درلود؛ خو اوس يوځل بيا هڅه کيږي، چې د اوسني عصر سم مجهز شي.

بل خبر؛ د شیدو د پروسس ډیریدل

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار وادې کرنيز شرکت اړوند مالدارۍ فارم کې د شيدو پروسس له ۶۳ لېترو څخه ۲۵۰ لېترو ته لوړ شو، چې ۱۸۷ لېتره په کې لوړوالی راغلی دی.

کاري زمینه او پرځان بسیه

په افغانستان کې ډیرې داسې فابریکې او کاري زمینې شته چې نا امنیو یا له منځه وړي او یا هم په ټپه درولي دي. ددې ترڅنګ د نویو هغو کارونو ترسره کولو لپاره هم ګڼ فرصتونه شته. ځکه اوس مهال نړۍ په ټیکنالوژۍ کې پرمختګ کړی، اوس خو بیخي لا ډیر په اسانه له طبعي او نورو اقتصادي منابعو په مناسبه توګه ګټه اخیستل کیدای شي.

داسې ښکاري چې د دا ډول فابریکو او د نورو اقتصادي او زراعتي منابعو په پراخوالي او د حاصلاتو په زیاتوالي کې د ننګرهار د ښه امنیتي وضعیت رول شته. ځکه له دې وړاندې ننګرهار یو څه له امنیتي لحاظه خراب او کاروبایان په تیښته ول، اما اوس وضعیت له تیر سره توپير کړی او د پخوا په شان د ترهګریزو بریدونو ګواښونه کم شوي.

د ننګرهار وادې کرنيز شرکت اړوند مالدارۍ فارم

خو اوس یو بل ګواښ چې کله کله سوداګر ترې شکایت لري، هغه د باج غوښتونکو، انسان تښتوونکو او زورواکو دی، ویل کیږي، که دا ګواښ هم کم یا له منځه وړل کیږي، نو ډیرو خلکو او سوداګرو ته به فرصت برابر شي چې په خلاصه غاړه او ډاډ سره پانګونه وکړي او د هیوادوالو په بوختیا او د هیواد د داخلي اقتصاد په پیاوړتیا کې به مهم رول ولري.

ترڅنګ د برښنا نشتون هم یو خنډ دی، ځکه د جلال اباد برښنا تر ډیره بې باوره ده، پرچاوي هم ډیره لري او ډیر کله یې له امله کاروبارونه هم پر ټپه ولاړ وي. که مرکزي حکومت د برښنا ستونزه هم ور حل کړي، دا به د سوداګرو سره لا ډیره مرسته وکړي او وبه شي کولی چې خپل کاروبار لا پراخ او اغیزناک کړي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ