هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه ژوند او ژواک

ولې ځیني خلک خپل نوکان خوري؟ چاره یې څه ده؟

د نوکانو خوړل ماشومتوبه پیل شي ، چې بیا ان تر ځوانۍ او زړښت پورې د یو عادت په بڼه پاتې کیږي.

هر څوک کوښښ کوي، چې د دا ډول عادتونو قرباني نه شي، خو د ځینو هغو بیا پریښودل ګران وي.

د نوکانو خوړول یا Onychophogia د انسان د سلوک یو ډول دی، چې په ډیر خلکو کې وجود لري. دا ستونزه د ماشومانو سربیره په ځینو لویانو کې هم شته. د نوکان خوړل په لومړي سر کې یو عادي او بوختوونکی چاره بلل کیږي؛ خو وروسته بیا په یو عادت بدلیږي او ستونزې ترې جوړیږي.

خلک ولې خپل نوکان خوري؟!

دا چې خلک ولې خپل نوکان خوري، په اړه يې ډیر مطالعات او څیړنې شوي.

د ارواپوهنې او نیورولوژي د برخې مخکښ عالم سیګمنډ فرویډ وايي، چې د نوکانو خوړل د سایکوسیکچول (اروايي ـ جنسي) نیمګړتیا له امله ده.

یو شمیر نور څیړونکي بیا په دې باور دي، چې نوکان خوړل زیات وخت په انسان د ذهني بوج، سټریس او ستړیا له امله وي. ددوې په وینا، چې یو شمیر خلک نوکان د سټریس او اندیښنې کمولو لپاره خوري.

د څیړونکو په وینا، نوکان خوړل د هغو خلک لپاره، چې ستړي او خسته وي، یو فعالیت او کار دی. په دې سره هغوې خپل حسونه بوخت ساتي او له خسته ګۍ څخه ځان وباسي.

یو ډله نور څیړونکي بیا په دې باور دي، چې ډار، ویره او هیجان هم په خلکو کې د نوکانو خوړلو عادت روزي.

د نوکانو خوړولو عادت په هغه خلکو کې چې ډير شله او ټینګار کوونکي وي، هم زیات وي. د څیړونکو په باور، هغه خلک چې همیشه شکمن او دوه زړي وي، د نوکانو د خوراک په مصیبت اخته کیږي. د مثال په ډول یو کس داسې رویه لري، که د انګړ دروازه ښه کلکه او په خپل لاس بنده هم کړي، بیا يې هم شک وي، چې ګوندې دروازه بنده نه ده. دا ډول شکمن خلک د نوکانو د خوړلو عادت لري او یايې هم ممکن خپل کړي.

څیړنې ښيي، هغه ماشومان چې نوکان خوري، د توجه او پاملرنې ځواک او شیوه يې کمه وي. یغنې هغه ماشومان چې دقیقه توجه او پاملرنه نه شي کولای، اکثره خپل نوکان خوري.

د ماشوم خپګان او په کټ کې (خوب پر مهال) ترې په دوامدار ډول د تشو متیازو تلل، هم د خپلو نوکانو خوړلو عادت سره اړیکه لري.

هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې ډير خواریکښه او په خپلو کورنیو دندو او نورو فعالیتونو کې له حده زیات کوښښ کوي، هم د نوکانو خوړولو عادت خپلوي. دا کټګوري خلک ژر ستړي کیږي او او ژر غوصه کیږي هم. دوې د خپلې قهر د سړولو او ستړیا ویستلو لپاره خپل نوکان خوري.

د نوکانو خوړولو تاوان څه دی؟

د نوکانو خوړل انسان په فزیکي او رواني دواړه ډول زیانموي. هغه ماشومان او لویان چې خپل نوکان خوري، ان خپل نوکان وینې کوي هم. دا په زخم بدلیږي او بکتریا او میکروبونه د ماشوم وجود ته د همدې لارې هم داخلیدلای شي.

سربیره پر دې، د نوکانو خوړل غاښونه او ورۍ هم خرابوي.

د خپلو نوکانو خوړل، نوکان بدرنګه کوي او دا ډله خلک به بیا هیڅکه هم ښکلي نوکان ونه لري.

د نوکانو خوړل ماشوم ته په راتلونکې کې رواني ستونزې هم زیږوي. ماشوم بیا د شرم احساس کوي او تل تر سټریس او پریشانۍ لاندې وي.

مخنیوی:

د نوکانو د خوړولو د عادت د مخنیوي ګڼې لارې چارې شته.

• فزیکي او سپک تمرینونه لکه یوګا، قدم وهل، ژوره ساه اخیسته او میډیټیشن سټریس او اندیښنه کموي، چې ورسره په لویه کې نوکانو د خوړولو د عادت مخه هم نیول کیږي.

• د نوکانو کوچني ساتل؛ یغنې خپل او د خپلو کوچنیانو نوکان کوچني کوئ.
• په نوکانو باندې ترخجن مواد وهل. دا چاره ستاسې او ستاسې د ماشومانود خولې خوند پیکه کوي او د نوکانو خوړل پریږدي.

• خپل نوکان او یا که ماشوم مو خپل نوکان خوري، نو نوکونه يې په بندیج کې پټ کړئ، څو ونه توانیږي، چې خپل نوکان وخوري.
• خپل نوکان ښایسته او ښکلي وساتئ، څو مو پرې د خوراک زړه ونه شي.
که مطلب درته جالبه او په زړه پورې و، نو د خپلو دوستانو سره يې شریک کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */