روغه سټه سینما او موسیقي کرونا

د نغمې زمزمه: ياره په کور پاته شه!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

ياره په کور پاته شه، د ښاپيرۍ نغمې له لوري د هغه شعر لومړۍ مصرع ده چي د کرونا لپاره يې زمزمه کړی دی.

په نړيواله کچه مشهورو سندرغاړو د کرونا څخه د ځان ساتني په اړه په بيلابيلو ډولونو سندري ويلي، چي دې ته ورته افغان سندرغاړو هم خپلو مينوالو ته د زمزمې له لاري په ټولنيزو رسنيو کي د کرونا څخه د ځان ساتني توصيې کړي چي، ميرمن ښاپيرۍ،فرهاد دريا او هارون باچا يې مثالونه دي.

که څه هم د افغانستان مشهوري سندرغاړي ښاپيرۍ نغمې څو اونۍ وړاندي د کرونا څخه د مخنيوي په اړه ځيني لارښووني وړاندی کړي وې خو داځل يې د لارښوونو سربيره د کرونا ويروس په اړه زمزمه هم کړيده.

ښاپيرۍ نغمې د بابرزي څو بيتونه زمزمه کړي چي د بيتونو پيل يې په ” ياره په کور پاته شه، که دي روغتيا پکار ده ژوند سره نور پاته شه”سره کړيدی.

نغمې د سندري ترڅنګ په ويډيويي پيغام کي ويلي چي د کرونا ويروس نړيواله وبا ده او ددې وبا سره د مبارزې لپاره بايد لاسونه سره يو کړو او له منځه يې يوسو.

ښاپيرۍ زياته کړې چي د کرونا څخه د ځان ساتني تر ټولو ښه لاره په کور کي پاته کيدل دي.

په نړيواله کچه په کرونا ويروس تر دې مهاله ۱۶۳۴۱۳۹ کسان اخته سوي چي له امله يې ۹۹۴۹۸ کسان مړه سويدي.

په افغانستان کي ۵۲۱ کسان په کرونا ويروس اخته دي او ۱۵ کسان يې له امله مړه سويدي.

په لاندي لينک کي د ښاپيرۍ نغمې ويډيو کتلای سئ:

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1825264724276551&id=1476829915786702

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ