ټولنیز ژوند کلتور او هنر

نفرت

لیکنه: ياران
لیکنه: عبدالرقیب سایل

د موبایل سکرین یې رڼا شو. ورو یې واخیست. ژر به یې د سکرین په سرې بټنې زور کړ او تندی به یې را ترېو شو. خبرې به یې وغزولې. خو بیا به زنګ راغی. ده به د موبایل مړه کولو بټن ووهله خو غمی به یې لا هماغسې پړکېده.
ما ویل، ځواب ور کړه. دی وموسېد:
– ورکوه یې، دومره مهم نه دی!
– خو ضرور کار به درسره لري!؟

شېبه وروسته یې موبایل له ما پټ پورته کړ. زما سترګو ته مازې سرچپه ‘نفرت’ ښکاره شو چې کومه شمېره یې پرې ثبت کړې وه.

هلو یې کړه. په قهر یې وویل:
– نور مې مه زوروه!

له هغې خوا هم خبرې راتلې، لکه یو څوک چې غواړي کېسه وکړي او سپيناوی وړاندې کړې خو ده یې خبرې نه اورېدې. زما لپاره به یې حوصیله وکړه. اسویلی به یې وکاږه. زیاته به یې کړه چې هر څه خلاص شول، دواړو هرڅه وبایلل او څه مو چې غوښتل ترلاسه یې کړو خو ونه توانېدو.

اړیکه یې ور پرې کړه. ده غوښتل خبره په بله کړي خو ما ژر ور غبرګه کړه:”غر چې هر څومره لوړ دی، خو په سر لار لري.”

زما لاس یې کش کړ او پنجه یې کړه. ویل یې، سمه ده خو باور اېمان دی؛ که یې وبایلې څه به وکړې؟

زه یې عاجزي ته ځیر وم. ده ته ځان ګناهګار ښکارېد. ما وویل:
– پاک زړه نفرت نه مني.

ده ویل، خدایه! نوره د ‘نفرت’ لمنه ټوله کړي چې ټول انسانان خپلو هیلو او مهربانیو ته ورسیږي.

۲۰۲۰ نومبر ۲۷
۱۱: ۴۰ شپه کابل، حسین خېل

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ