بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه سپورټ فوټبال

ندیم امیري؛ هغه افغانی الاصله فوټبالر چې هېڅ وخت خپل هېواد نه هېروي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د جرمني هېواد د لورکوزن فوټبال ملي لوبډلې بریدګر لوبغاړی افغانی الاصله ندیم امیري یو ځلې بیا خپل افغانیت وښایه.

۲۳ کلن ندیم امیري، چې په جرمني هېواد کې پيدا شوی، خو اصلاً د افغانستان دی. هغه د جرمني هېواد په لومړۍ درجه لیګ (بوڼډیسلیګا) کې د لورکوزن لوبډلې لوبغاړی دی.

دې لوبغاړي پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې یو ځلې بیا یوه داسې لیکنه کړې، چې دی په اصل کې د افغانستان دی او مور او پلار یې په افغانستان کې زېږېدلي.

هغه پر خپلې فېسبوکپاڼې داسې انځور خپور کړی، چې پکې د مطالعې په حال کی دی او د یاد انځور سره یې لیکلي، چې هېڅ وخت باید دا هېر نه کړو، چې له کومه ځایه راغلي یو.

هغه د دې خبرې په دوام د افغانستان درې رنګه بیرغ هم خپور کړی او له دې معلومېږي، چې هغه اوس هم خپل هېواد نه دی هېر کړی او له افغانستان سره ډېره مینه لري.

Nadim.PNG

۲۳ کلن ندیم امیري د جرمني په لود ویګز ښار کې د ۱۹۹۶م د اکتوبر میاشتې په ۲۷مه نېټه زېږېدلی.

امیري د جرمني کلب لورکوزن ترڅنګ تر دې مخکې په ګڼو نورو کلبونو کې هم لوبېدلی، خو ښه وړتیا یې لا بیا دا ده، چې د جرمني هېواد په ملي لوبډله کې یې هم څو لوبې ترسره کړې او لا به ډېرې سیالۍ د جرمني لپاره ترسره کړي.

هغه خپله لومړۍ لوبه د جرمني په لباس کې د آرجنټاین، دویمه لوبه د استونیا، درېیمه لوبه د ایرلینډ او څلورمه لوبه یې بیا د بلاروس په وړاندې ترسره کړه.

74617520_3070479552969185_8814001244830957568_n.jpg

د دې ترڅنګ د فوټبال په روان پړاو کې، چې اوس یې لوبې د کرونا ویروس له امله ځنډېدلي امیري د خپلې لوبډلې لورکوزن لپاره ۲۵ لوبې ترسره کړې، چې په یادو سیالیو کې یې یوه ګولوهنه او پنځه بیا نورو لوبغاړو ته ګول پاسونه ورکړي.

افغان فوټبال فدراسیون هغه ته څو ځلې په ملي لوبډله کې د لوبېدو وړاندیز کړی، خو هغه د نامعلوم دلیل له امله نه دی منلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ