مارچ 6, 2021

نادري: د خبرو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته، ضرور ده چې جګړه ودریږي

Advertisements
راپور: بشر درویش

له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو یوه غړي ویلي چې هیڅ شي د بین الافغاني خبرو د پیل مخه نه نیسي.
نادر نادري، چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د ډلې غړی دی ویلي چې د خبرو ځنډیدو لپاره هیڅ دلیل شته.
ده زیاته کړې:

«موږ تمه لرو چې دا پروسه به پیل او پرمختګ وکړي. د دې پروسې ځنډولو کې هیڅ خنډ نشته.»

د نوموړي په وینا؛ افغان حکومت چمتو دی چې د هر څه سربیره هر وخت خبرې پیل کړي.
هغه ویلي چې د خبرو د پيل نیټه لا نه ده ټاکل شوې.

مشورتي لویې جرګې د بندیانو د خوشې کول تائید کړي دي

د ښاغلي نادري په وینا د افغان حکومت لپاره تر ټولو مهم کار دا دی چې ژر تر ژره په افغانستان کې جګړه ودریږي او سوله وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۴۰۰ خطرناکو بندیانو له ډلې یې وړمه ورځ ۸۰ تنه خوشې شوي دي.
طالبانو ویلي چې د بندیانو د خلاصون پروسې سره به دوی بین الافغاني خبرو کولو ته چمتو وي.
د یادولو ده چې د ۴۰۰ خطرناکو بندیانو د خوشې کولو مسله هغه جنجال و چې له تیرو څو میاشتو راهیسې پرې خبرې روانې وي. بلاخره افغان حکومت تیره اونۍ لویه مشورتي جرګه وبلله او د جرګې له پریکړې سره د بندیانو د خوشې کیدو خبره تائید شوه.
د افغانستان د مصالحې عالي شورا هغه مهال  ویلي ول چې په درې یا څلورو ورځو کې به بین الافغاني خبرې پيل شي، خو له یادو ورځو تیریدو تر اوسه هم د خبرو د پیل په اړه څه نه دي ویلي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي