
د شپږیزې کرکټ لیګ نهمه لوبه د اکټوبر په ۱۱ مه نېټه ماسپښین یوه نیمه بجه په کابل لوبغالي کې د سپین غر پړانګانو او مِس عېنک اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
شفیق الله شفق چې د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر دی، پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، د سپین غر لوبډلې لپاره په پیل کې نجیب الله ترکي د ملا د تیر رول لوباوه، هغه په ۴۶ توپونو ۴۸ منډې وکړې، چې ۵ شپږیزې او ۵ څلوریزې پکې شاملې وې.
سپین غر په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې وکړې او مس عېنک ته یې ۱۷۸ منډې هدف ورکړ.
د مِس عېنک لپاره پیل له ستونزو ډک و، پیلوونکي لوبغاړي نورعلي ځدران او رحمان الله ګُربز ژر، ژر وسوځېدل، خو ټو ډاون کې شفیق الله غفاري خورا په زړه پورې توپ وهنه وکړه، ده په ۳۹ توپونو ۵۸ منډې وکړې، ۴ یې شپږیزې او ۴ یې څلوریزې ووهلې.
ورپسې تر نوولسم اوور پورې محمدنبي عیسی خېل ولاړ و، ده په ۲۹ توپونو ۵۲ منډې وکړې، چې درې شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې او د نولسم اوور په څلورم توپ کېچ شو.
دغو دوو چټکو پنځوسیزو مِس عېنک لوبډله دریمې بریا ته نږدې کړې وه؛ خو د سپین غر له خوا د ۱۷۷ منډو هدف څخه دفاع کولو مِس عېنک ته لومړۍ ماته او سپین غر ټایګرز ته لومړۍ بریا ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی نجیب الله ترکي اعلان شو.
د سپین غر په پاڼۍ کې توپ وهونکو ۱۴ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې ولوبولې، چې ټولې ۲۴ بونډریانې وې.
مِس عېنک بیا ۱۱ څلوریزې او ۱۱ شپږیزې ولوبولې، چې ټولې ۲۲ بونډریانې کېږي، دواړو پاڼیوکې ۴۶ پولې یا بونډریانې ولوبېدې، چې خورا زیاتې وې.
د نومرو په جدول کې کابل لومړی مقام لري او دوهم پړاو ته یې کوالیفای هم کړې ده، دوهم مِس عېنک لوبډله ده، که یوه لوبه بله وګټي دوهم پړاو ته ځي، دریم بُست لوبډله، که راتلونکې دوه لوبې وګټي دوهم پړاو ته ځي، څلورم بند امیر ده، پنځم امو شارکس ده او شپږم سپین غر ټایګرز ده.
هرې لوبډلې ته پکار دي، چې لومړي پړاو کې پنځه لوبوکې درې لوبې وګټي؛ نو بیا دوهم پړاو ته لاره پېدا کوي.
که سپین غر راتلونکې دوه لوبې وګټي کولای شي، چې دوهم پړاو ته لاره ومومي.
لومړي پړاو څخه دوهم پړاو ته څلور لوبډلې وځي او دوه لوبډلې لومړي پړاو کې له سیالیو بهر کېږي.
سبا سهار امو نهنګانو لوبډله له کابل بازان سره او ماسپښین مهال سپین غر ټایګرز لوبډله له بند امیر ښامارانو سره لوبې کوي.
شپږیزه کرکټ لیګ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه شپږ ورځې وروسته پای ته رسېږي.