سپورټ کرکټ وزش او تمرین

محمدنبي: راتلونکو جامونو کې به موږ له ډېرو هیوادونو مخکې شو!

د افغانستان  کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نوموتې الراونډر محمدنبي عیسی خېل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، راتلونکې اسیا او نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله تر ډېرو لوبډلو ښه ده.

محمدنبي د طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې، چي افغان لوبغاړي شل اوریزه سیالیو کې خورا ښه لوبیږي او په همدې موخه افغان کرکټ ملې لوبډله به په اسیا او نړیوال جام کې له ډېرو لوبډلو مخکي تګ وکړي.

نبي زیاته کړه:

«زما په نظر موږ به په اسیا کپ کې له ډېرو ټیمونو ښه واوسو، ځکه زموږ زیاتره لوبغاړي له اسیایي پيچونو سره بلد دي او د دې ترڅنګ نړیوال جام کې چې اسټرالیا کې کیږي، هم زیاتره لوبغاړي د هغه هیواد له پيچونو سره بلد دي او ان شاء الله ورلډ کپ به هم زموږ لپاره یو ډېر ښه ورلډ کپ وي.»

محمدنبي عیسی خېل په یاده مرکه کې وویل، چې موږ په تېر اسیا کپ کې له وړو وړو غلطیو له امله پایلوبې ته لاره پیدانکړه.

هغه زیاته کړه، هڅه کوو راتلونکو جامونو کې هیڅ ډول غلطۍ تکرار نکړو.

محمدنبي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې هغه مخکښ لوبغاړی دی، چې د نړۍ پر الراونډرانو باچاهي کوي.

نبي په شل اوریزه او یو ورځنیو دواړو سیالیو کې د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د نړۍ لومړی الراونډر دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ