محمدنبي په ویتالټي بلاسټ سیالیو کې وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی شو

پرون جمعه د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې یو شمېر لوبې ترسره شوې، چې پکې د افغان لوبغاړي محمدنبي لوبډله «نورتامپټون شایر» د لنکاشایر لوبډلې سره ولوبېده او پکې نورتامپټون شایر لوبډلې د افغان لوبغاړي محمدنبي په مټ بریا خپله کړه.

 

د یادي لوبې بشپړ جذیات

 

لومړی توپوهنه لنکاشایر لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې وکړې او نورتامپټون شایر لوبډلې ته یې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکی.

کله چې نورتامپټون لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۲  اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۷ ویکټو یې لنکاشایر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

 

 

په یاده لوبه کې د محدنبي عیسی خېل کارګردګي

 

محمدنبي عیسی خېل لومړی د خپلې لوبډلې لپاره توپ‌اچونه وکړه، چې پکې په ۴ اورونو کې یې یوازې ۱۸ منډې ورکړې او غوره اقتصادي توپ‌اچونه یې وکړه.

نبي کومه ویکټه وانه‌خیسته.

بله پلوه یې په توپوهنه کې په ۱۹ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۳ پکې څلوریزي شاملې وې او خپله لوبډله یې د یادي توپوهنې په مټ بریا ته ورسوله.

له هغه وروسته نبي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.