اپریل 23, 2021

محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران هند ته ورسېدل

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې درې نامتو او تکړه لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب الرحمن ځدران د هندوستان آی پي ای سیالیو په راتلونکې پړاو کې د لوبېدو په موخه هند هیواد ته ورسېدل.

د هند په آی پي ایل سیالیو کې ددې دریو افغان لوبغاړو لوبډلې سنرایزر حیدرآباد پر خپلې رسمي ټویټرپاڼې لیکلي، چې نبي، مجیب، او راشدخان هند ته راورسېدل.

 

 

د هند په آی پي ایل سیالیو کي افغانان

 

د هند په سوپر لیګ کې سږ کال درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبیږي، چې درې واړه د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې سره مل دي.

دې لوبډلې خپل دوه پخواني افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان له ځان سره ساتلي وه، خو بل افغان لوبغاړی مجیب ځدران یې بیا په بولۍ کې واخیست.

مجیب ځدران، چې تېر پړاو د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره ښه ونه لوبېد، د سږ کال لپاره یې بولۍ ته اچولی و.

ددې ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی فضل‌حق فاروقي بیا تېره چهارشنبه هند هیواد ته سفر وکړ، تر څو د هندوستان آی پي ایل سیالیو په راتلونکې پړاو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، چې ښاغلی فاروقي به د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره د نیټ یا د جال توپ اچونکي (net bowler) په توګه یوځای شي.

 

د هند آی پي ایل څوارلسم پړاو

 

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د راتلونکې اپرېل میاشتنې په ۹مه نېټه پيل شي او د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پوري به دوام وکړې.

ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې ممبي انډینز او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې له یو بل سره مخ کیږي.

 

وروستي مطالب