محمدنبي د نړۍ دویم نمبر الراونډر شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نړۍ دویم نمبر الراونډر شو.

د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یو ورځنیو لوبو کې د الراونډرانو درجه بندي اعلان کړه، چې محمدنبي عیسی خېل له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی.

محمدنبي پخوا په درېیم ځای کې شتون درلود، چې اوس د ۲۹۴ نمرو په درلودلو سره د نړۍ دویم نمبر الراونډر لوبغاړی دی.

د یادي درجه بندۍ په اساس د د بنګله‌دېش شکیب‌الحسن بیا د ۳۸۷ نمرو په درلودلو سره د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی دی.

 

 

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په یوورځنیو لوبو کې د الراونډرانو اعلان شوې درجه بندي

 

 

۱ـ شکیب‌الحسن: بنګله‌دېش، ۳۸۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲ـ محمدنبي: افغانستان، ۲۹۴ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۳ـ کریس ووکس: انګلستان، ۲۹۰ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۴ـ بین سټوکس: انګلستان، ۲۸۶ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې وکړ.

۵ـ راشدخان: افغانستان، ۲۷۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ میچل سانتینر: نیوزیلنډ، ۲۶۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۷ـ عماد وصیم: پاکستان، ۲۶۳ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۸ـ کولین ډي ګرېنډهوم: نیوزیلنډ، ۲۵۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۹ـ رویندرا جدیجا: هندوستان، ۲۵۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۱۰ـ سین وېلمس: زیمبابې، ۲۳۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

 

 

وروستي مطالب