اپریل 19, 2021

نړیواله درجه بندي کي محمدنبي هم خپل ځای له لاسه ورکړ

پرون چهارشنبه د کرکټ نړیوالې شورا په بېلابیلو فارمټونو کي درجه بندۍ اعلان کړې، چي په یو ورځنیو لوبو کې افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل پخوا د نړۍ دویم نمبر الراونډر و، خو اوس درېیم ځای ته راکښته شوی.

د نبي عیسی خېل څخه دویم ځای د انګلستان بین سټوکس خپل کړی، هغه د هند پر وړاندې یو ورځنیو لوبو کې خورا په زړه پوري لوبې وکړې.

خو د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي محمدنبي لا هم د نړۍ لومړی نمبر الراونډر دی.

 

د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو درجه بندي

 

۱ـ شکیب الحسن، بنګله دېش، ۴۰۸ نمرې.

۲ـ بین سټوکس، انګلستان،  ۲۹۵ نمرې.

۳ـ محمد نبي عیسی خېل، افغانستان، ۲۹۴ نمرې.

۴ـ کریس ووکس، انګلستان، ۲۷۳ نمرې.

۵ـ عماد وصیم، پاکستان، ۲۷۱ نمرې.

۶ـ راشدخان، افغانستان، ۲۷۰ نمرې.

۷ـ میچل سانتینر، نیوزیلینډ، ۲۶۸ نمرې.

۸ـ ګرینډ هوم، نیوزیلینډ، ۲۵۷ نمرې.

۹ـ جدیجا، هندوستان، ۲۴۵ نمرې.

۱۰ـ سین ویلمس، زیمبابې، ۲۳۸ نمرې.

 

په شل اوریزه سیالیو کي د الراونډرانو درجه بندي

 

۱ـ محمدنبي، افغانستان، ۲۸۵ نمرې.

۲ـ شکیب الحسن، بنګله دېش، ۲۴۸ نمرې.

۳ـ ګلین مکسویل، اسټرالیا، ۲۲۶ نمرې.

۴ـ ریچارډ برینګټون، سکاټلینډ، ۱۹۴ نمرې.

۵ـ سین ویلمس، زیمبابې، ۱۷۹ نمرې.

۶ـ ګاریت ډیلني، ایرلینډ، ۱۷۰ نمرې.

۷ـ خاور علي، عمان، ۱۵۹ نمرې.

۸ـ کولینز اوبیا، کینیا، ۱۵۳ نمرې.

۹ـ روحان مصطفی، متحده عربي امارات، ۱۵۲ نمرې.

۱۰ـ زیشان مقصود، عمان، ۱۳۵ نمرې.

 

څو ورځې وړاندې په شل اوریزه سیالیو کې د توپ اچونکو درجه بندي اعلان شوه، چې، راشدخان له لومړي ځای څخه دویم ځای ته راکښته شو.

د راشدخان څخه دا لومړی ځای د سویلي افریقا سلو توپ اچونکي تبریز شمسي خپل کړی.

پرون یوځلې بیا دا درجه بندي اعلان شوه، چي پکې لږ بدلون راغلی.

 

شل اوریزه سیالیو کې د توپ اچونکو نوې درجه بندي

 

۱ـ تبریز شمسي، سویلي افریقا، ۷۳۳ نمرې.

۲ـ راشدخان ارمان، افغانستان، ۷۱۹ نمرې.

۳ـ ایشټن اګر، اسټرالیا، ۷۰۲ نمرې.

۴ـ عادل رشید، انګلستان، ۶۹۴ نمرې.

۵ـ مجیب ځدران، افغانستان، ۶۸۷ نمرې.

۶ـ ادم زیمپا، اسټرالیا، ۶۶۳ نمرې.

۷ـ تیم سوتي، نیوزیلینډ، ۶۴۱ نمرې.

۸ـ ایش سوډهي، نیوزیلینډ، ۶۵۳ نمرې.

۹ـ لکشان سنداکان، سریلانکا، ۶۳۹ نمرې.

۱۰ـ میچل سانتینر، نیوزیلینډ، ۶۲۸ نمرې.