نبي: سږ کال به IPL موږ ته په زړه پوري وي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې سږ کال به د هند آي پي ایل سیالۍ افغان لوبغاړو ته په زړه پوري وي.
نبي ویلې، چې افغان لوبغاړي د شارجه له پیچونو سره بلد دي او سږ کال به په آي پي سیالۍ کې ښې سیالۍ ترسره کړي.
هغه زیاته کړه:

«افغانستان خپلې زیاتې شل اوریزه سیالۍ په شارجه کې ترسره کړې دي، چې دا چاره به زموږ سره د راتلونکې آی پی ایل سیالیو په ښه ترسره کولو کې مرسته وکړې؛ مګر د ویسټ انډيز لیګ بیا راسره په پوره توګه دا همکاري کوي، چې IPL ته چمتو شو.»

د هند آی پي ایل سیالۍ سږ کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، او یو شمېر لوبډلې هم ورته د چمتوالي په موخه متحده عربي اماراتو ته تللي.
دا لیګ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پيلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پوري به دوام وکړي.
د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبیږي.
محمدنبي او راشدخان د سنرایزر حیدراباد سره او مجیب بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره شتون لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب