مارچ 9, 2021

محمدنبي یوځلې بیا د میلبورن لوبډلې سره د لوبېدو تړون وکړ

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د اسټرالیا په کورنیو تجارتي سیالیو کې د لوبېدو په موخه یوځلې بیا د میلبورن رینیګیډز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.
میلبورن لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د دې خبر تایید کړی او افغان لوبغاړي نبي عیسی خېل ته یې د یوه پوسټ له لاري بیا ښه راغلاست ویلی.
یادې لوبډلې د ښه راغلاست ترڅنګ لیکلې، چې دا په حقیقت کې ولسمشر دی.


د میلبورن رینیګیډز لوبډلې روزونکي مایکل کلینګر ویلې، چې نبي عیسی خېل دوی ته زیات ارزښتاکه لوبغاړی دی په بیلابیلو وختونو کې هم غوره توپوهنه او هم غوره توپ‌اچونه ترسره کوي.
کلینګر زیاته کړه، چې موږ به هغه ته په حساسو وختونو کې توپ‌اچونه ورکړو.

نبي له میلبورن لوبډلې سره

د رپوټونو په اساس د اسټرالیا بیګ باش لیګ سږ کال د لسم ځل لپاره ترسره کیږي، چې دې لیګ کې له ګډونوالي لوبډلې سره به بیا د نبي څلورم پړاو وي.
نبي له یادې لوبډلې سره په ترسره کړو دریو پړاونو کې ۴۷۶ منډې جوړې کړې او ۲۱ ویکټې یې اخیستې دي.

په راتلونکي پړاو کې د میلبورن لوبډلې سکواډ

کېمرون بایس، زاک ایوانس، ایرون پینچ، جیک پراسیر، مک ګورک، سام هارپر، مارکوس هاریس، مکینزي هاروي، جون هولانډ، شاون مارش، محمدنبي، جېمز پاتینسون، کېن ریچارډسن، ویل سویترلینډ او بیو ویبسټر.

د اسټرالیا بیګ باش لیګ

د ویک پیډیا د معلوماتو له مخې د اسټرالیا بیګ باش لیګ به د ډیسمبر میاشتې په درېیمه نېټه پيل شي او د راتلونکې ۲۰۲۱م د فیبرورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام وکړې.
ریپوټونه وايي، چې سږ کال دا لیګ د نوو تغیراتو سره ترسره کیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ