د نړۍ په ستر لیګ کې پر دوو افغانانو ستر باور !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

درې افغانان چې په آې پي ایل کې لوبېږي، پکې د محمدنبي ورځ روان آې پي ایل کې ښه ده او تر یوې اندازې ښه ځلېږي.
د آې پي ایل په مهمه او ۵۱ لوبه کې پر محمدنبي او راشدخان خورا ستر اعتماد وشو.
کوم باور؟!
د افغانانو لپاره دا د ویاړ ځای دی، چې په تر ټولو ستر کرکټ لیګ کې اخېستل کېږي او بیا د لوبېدو ترڅنګ پرې ۹۰ سلنه تکیه کېږي.
د آې پي ایل په ۵۱ مه لوبه کې پر راشدخان او محمدنبي خورا زیات وخت ورکړل شو.
دواړو د توپ اچونې په برخه کې لومړی پوره ځان وښود او د حېدراباد لوبډلې زړونه یې لاسته راوړل.
محمدنبي ته د لوبې دوهم اوور ورکړل شو، هغه په خپل لومړي اوور او د لوبې دوهم اوورکې ۴ منډې ورکړې؛ چې تر بونېشور کومار یې ۵ منډې کمې ورکړې.

ورپسې یې محمدنبي ته پوره د درې نورو اورونو وخت ورکړ.
نبي خپل ۴ اورونه پای ته ورسول، ۲۴ یې منډې ورکړې او ایوین لیویس یې په کېچ سره بهر کړ.
عیسی خېل په ۶ ایکانومي توپ اچونه وکړه.
دې سره، سره محمدنبي په ډګر ساتنه کې هم ښه وځلېد، د روهېت شرما او هارډېک پانډیا کېچونه یې هم ونیول.
د توپ وهنې په برخه کې محمدنبي ۳۱ منډې وکړې او د منېش پانډی په ملتیا یې لوبه تر سوپر اوور راورسوله.
راشدخان بیا په ۴ اورونوکې ۲۱ منډې ورکړې او کومه وېکټ یې وانخېسته.
سوپر اوور او محمدنبي باندې پوره تکیه
د سوپر اوور چې شپږ توپونه وي، او درې لوبغاړي پکې توپ وهنه کوي؛ نو محمدنبي عیسی خېل د لوبې په دریم توپ په بومرا شپږیزه ووهله او منډې یې ۸ ته لوړې کړې.
په څلورم توپ محمدنبي د ستر شاټ هڅه وکړه، خو بولډ اوټ شو.
سوپر اوور کې د ممبيي په څېر ځواکمنې لوبډلې ته ۹ منډې هدف وټاکل شو.
د توپ وهنې برخه کې پر افغان اعتماد شوی و، نو د توپ اچونې په برخه کې په بل افغان راشدخان باور وشو.
هغه لومړی توپ وکړ او هارډېک پانډیا، چې روان آې پي ایل کې له رسل وروسته دوهم ستر الراونډر بلل کېږي، شپږیزه ووهله.
ورپسې دوه توپونو باندې درې منډې راغلې او ممبيي لوبه نوش جان کړه.
ممبيي دوهم پړاو ته لار وموندله او هم یې د نومرو په جدول کې دوهم ځای ونیو.
د حېدراباد مشرانو په افغان لوبغاړو خورا ستر اعتماد وکړ او مهمو لوبو کې یې کلیدي وختونه او کردارونه ورکړل.
دا داسې وخت و، چې نیوزیلېنډي، اسټرالیایي او هندي لوبغاړي حېدراباد لوبډله کې وو؛ خو دا چې افغانانو ته وخت ورکړل، دا د دوی د ښې لوبې برکت و.
که څه هم ځېنې تېروتنې وشوې، خو بیا هم د افغانانو لوبه نسبت نورو لوبغاړو ته خورا ښه وه.
محمدنبي خورا مهمو وختونو کې درې شپږیزې ووهلې؛ خو د هارډېک پانډیا په وایډ یا پراخ توپ یې د وېکټې ورکول تېروتنه وه.

وروستي اوور کې چې سپېن یا څوکه توپ اچوونکي ته ۱۵ منډې هم پاتې وي، د پوره کېدو ۹۰ سلنه امکانات یې وي، ځکه توپ وهونکی ځان برابرولی شي، چې توپونه بونډریانې کړي.
نو راشدخان هیڅ ملامت نه و، چې ۸ منډې ترې پوره شوې.
که بونېشور کومار ته ورکړل شوی وای، ښایي چې یو څه ګوزاره شوې وای.
د ۵۱ مې لوبې غوره لوبغاړی جسپرېت بومرا اعلان شو.
حېدراباد یوه بله موقع هم لري، که د شنبې په ماښام اووه بجې لوبه له بنګلور لوبه وګټي، دوهم پړاو ته داخلېدای شي.