اپریل 14, 2021

ویاړ؛ د پاکستان سوپرلیګ په پرونیو دوو لوبو کې افغانان غوره لوبغاړي شول

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

دوه نامتو افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او قیس احمد د پاکستان سوپرلیګ په ۱۳مه او ۱۴مه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شول، چې نبي په توپوهنه او قیس بیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد.

 

محمدنبي

 

نبي په پرونۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې کراچي کینګز لپاره خورا زبردسته لوبه وکړه، چې په توپ اچونه کې یې دوه اورونه وکړه، ۱۲ منډې یې ورکړې او کومه ویکټه یې وانه خیستله، خو په توپوهنه کې یې بیا د ۳۵ توپونو په مټ ۶۷ منډې وکړې.

نبي په یاده لوبه کې ۸ څلوریزي او څلور بیا شپږیزې ووهلې.

 

دا چي نبي د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه، نو د ۱۳مي لوبې غوره لوبغاړی شو.

 

قیس احمد

 

د پاکستان سوپرلیګ په ۱۴مه لوبه کې لومړی قیس توپوهنه وکړه، چې په دریو توپونو یې دوې ناسوځېدلې منډې وکړې.

 

وروسته یې په توپ اچونه کې څلور اورونه وکړل، درې مهمې ویکټې یې واخیستې او ۲۱ منډې یې ورکړې.

 

دا چي قیس احمد هم د خپلې لوبډلې د بریا لپاره مهم رول ادا کړ، نو د ۱۴مي لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 

د پاکستان سوپرلیګ ۱۳مه لوبه

 

د پاکستان سوپرلیګ په ۱۳مه لوبه کې پرون ماپښین کراچي کینګز او پېښور زلمي لوبډلې یو د بل په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته شوې، چي کراچي کینګز لوبډلې په شپږو ویکټو بریا خپله کړه.

 

لومړی پېښور زلمي لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډې وکړې او کراچي کینګز لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکی.

 

کله چي کراچي کینګز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف يې د لوبې په ۱۰،۳ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او پېښور زلمي لوبډلې ته یې په شپږو ویکټو ماته ورکړه.

 

د پاکستان سوپرلیګ ۱۴مه لوبه

 

د پاکستان سوپرلیګ په ۱۴مه لوبه کې کویټه ګلډیټرز او ملتان سلطانز لوبډلو لوبه وکړه، چې لومړی کویټه ګلډيټرز لوبډلې توپوهنه وکړه او د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ملتان سلطانز لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکی.

 

کله چې ملتان سلطانز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۹،۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډې وکړې او په ۲۲ منډو یې د کویټه ګلډیټرز لوبډلې څخه ماته وخوړه.

 

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ