اپریل 11, 2021

د اسټرالیا بېګ باش لیګ؛ ولسمشر نبي ښه وځلېد!

Advertisements

د بېګ باش لیګ په دوام ۳۳ مه لوبه د جمعې په ورځ د راشدخان دې اړوند لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز او محمد نبي دې اړند لوبډلې مېلبورن رېنېګېډز ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې اډیلایډ سټرایکرز لومړی توپوهنه وکړه.
اډیلاید سټرایکرز کرکټ لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ وېکټو په لوېدو سره د فېلپ سالټ د ۵۹ منډو او د لوبډلمشر الیکس کېري د ۴۲ منډو پرمټ ۱۷۷ منډ وکړې.
محمدنبي عیسی خېل په یو اوور کې ۹ منډې ورکړې او د کومې وېکټې په اخېستلو بریالی نشو.
نوراحمد لکڼوال هم په ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او کومه وېکټ یې ترلاسه نه کړه.
لوبه د محمدنبي عیسی خېل د غوره توپوهنې په مرسته مېلبورن رېنېګېډز وګټله.
محمدنبي په داسې حال کې په ټو ډاون وېکټ یا څلورم نمبر توپوهنې ته راغی، چې ترې وړاندې درې وېکټې په ۱۴ او ۱۴ منډو او درېیمه وېکټ په ۱۸ منډو لوېدلې وه.
هغه لکه د دېوال په څېر مظبوط ودرېد او بالاخره بریالی شو، چې هم د ځان لپاره او هم د لوبډلې لپاره یو بهترینه اننګز ولوبوي.
په هر بالر یې شاټونه ووهل او په ۴۱ توپونو کې یې د ۲ شپږیزو او ۹ څلوریزو پرمټ ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
لوبه یې په ۶ وېکټو وګټله او د راشدخان دې لوبډله یې ناکامه کړه.
راشدخان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.
عیسی خېل د لوبې په بري سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
دا له اووه پرله پسې ماتو وروسته د مېلبورن رېنېګېډز یوه مناسبه بریا وه.
په دې لوبه کې محمد نبي ته د پریزېډېنټ یا ولسمشر کلمه مبصر هم کارولې او په اسټرالیا کرکټ بورډ ویب سایټ کې هم د ولسمشر کلمه لیکل شوې ده.

د بېګ باش کرکټ لیګ او د لوبډلو برخلیک

سېډني تندر لوبډله د ۲۲ نومرو په لرلو سره لومړۍ ده، دې لوبډلې په ۸ لوبو کې ۶ ګټلي دي.
سېډني سېکسرز په ۸ لوبو کې ۵ ګټلي او ۲۱ نومرې لري، هوبرټ هرېکېنز په ۹ لوبو کې ۵ ګټلي او ۱۹ نومرې لري.
اډیلایډ سټرایکرز کې ۹ کې ۴ ګټلي ۱۷ نومرې لري او جدول کې څلورم ده.
برېسبېن هیټ ۸ لوبو کې ۴ ګټلي او ۱۶ نومرې لري، له دې لوبډلې سره مجیب الرحمن هم لوبېږي او تر دې دمه یې ۱۱ وېکټې اخیستي دي.
مېلبورن سټارز ۸ لوبو کې ۳ ګټلي ۱۵ نومرې لري او د نومرو جدول کې شپږم ده.
پېرت سکارچرز ۷ کې درې ګټلي او نومرې یې ۱۳ دي.
مېلبورن رېنګېډز په ۹ لوبو کې ۲ ګټلي او د نومرو په جدول کې ۹ نومرې لري او وروستي ځای کې قرار لري.
دا لوبې د راتلونکې عیسوي میاشت په ۶ مه نېټه پای ته رسېږي.
د محمد نبي د توپوهنې لېنک:
https://www.cricket.com.au/video/mohammad-nabi-innings-highlights-adelaide-strikers-melbourne-renegades-big-bash-league-bbl10/2021-01-08
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

لیکوال: بشر درویش - برخه : افغانستان

Advertisements ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې ... نور ولولئ