په بیګ باش کې د افغان الراونډر محمد نبي بهترینه لوبې دوام لري !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا په بیګ باش ۲۰ اوریزه کورني لیګ تجارتي سیالیو کې د مبلرن رینیګیډز لوبډلې په ګټه بهترینه لوبې جاري ساتلې دي، چې ورسره دغه لوبډله هم د نمراتو په جدول کې مخکښه ده.

 افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د دویم ځل لپاره د ملبرن رینیګیډز لوبډلې لپاره په دغه لیګ کې لوبې ترسره کوي، چې تر دې مهاله هم په توپ اچونه او هم توپ وهنه کې ښه ځلیدلی دی.

 نوموړي تر دې مهاله په ۱۰ ترسره کړیو لوبو کې ۷ ویکټې ترلاسه کړې، چې په دغه لوبډله کې دویم مخکښ ویکټ اخیستونکی دی او ورسره په توپ وهنه کې یې هم د خپلې لوبډلې لپاره ګټور اننګزونه ترسره کړي دي، چې اوس مهال په ۱۶۸ منډو جوړلو سره د دغه لوبډلې دریم مخکښ توپ وهونکی شیمرل کیږي.

 د اسټرالیا د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه سوداګریزه سیالۍ د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه د تیر ځل اتلې آدلایډ سټرایکرز لوبډلې پر بریا سره پیل شوې دي، چې لا هم دوام لري.

 د سږ کال اتم پړاو دغه سیالیو کې آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي.

 د ترسره شویو لوبو د نمراتو د جدول په اساس هوبرټ هریکنز لوبډله په ۷ بریاوو سره لمړی، ملبرن لوبډله په ۵ بریاوو سره دویم، سډني تندرز  په ۴ بریاوو سره دریم، ورپسې سټرایکرز، ملبرن سټارز، سډني سیکسرز، بریسبان هیټ او پرت سکارتچرز یو بل پسې دي.

 د دغه لیګ په ترسره شویو ۷ پړاونو کې ۳ ځل پرت سکارچرز او یو یو ځل د بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

 په بیګ باش ۲۰ اوریزه سیالیو کې د محمد نبي عیسی خیل ترڅنګ راشد خان او مجیب الرحمن هم شتون لري، چې پکې راشد خان د آډلایډ سټرایکرز او مجیب الرحمن د لمړي ځل لپاره د بریسبان هیټ لوبډلې په ګټه لوبیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.