حیدراباد لوبډله خوښ ده، چې نبي یې له ځان سره ساتلی

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هند آی پي ایل سیالیو لپاره د لوبډلو مسوولینو ته خبر ورکړل شوی و، هغه لیستونه خپور کړې، چې کوم لوبغاړي له ځان سره ساتي او کوم لوبغاړي بیا بولۍ ته وړاندې کوي.
د اُصولو سره سم څو ورځې وړاندې ګډونوالو اتو واړه لوبډلو د هغه لیستونه خپاره کړل، چې کوم لوبغاړي له ځان سره ساتي او کوم لوبغاړي بیا بولۍ ته اچول کیږي.
د ګډونوالو لوبډلو له ډلې حیدراباد هغه ټیم دی، چې د تېر کال په څېر یې دوه افغان لوبغاړي راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل له ځان سره وساتل او پرېنښودل، چې بولۍ ته وړاندې شي.
دې لوبډلې د پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د افغان لوبغاړي محمنبي تمریناتي انځورنه خپاره کړي.

حیدراباد لوبډلې دا لوبغاړي له ځان سره وساتل

پریام ګرګ، ابیشک شرما، عبدالصمد، ډیویډ وارنر، محمد نبي، میچل مارش، کین ویلمسن، وریدهیمېن ساها، منیش پانډې، جوني بریسټو، شیرواتس ګوسوامي، جېسن هولډر، شهباز ندیم، بنوېشور کمار، سیدارت کاوول، سندیف شرما، ویجې شنکر، ویراټ سینګ، بسیل تامپل، راشدخان، نتراجان او خلیل احمد.

هغه لوبغاړي چې حیدراباد له لوبډلې ویستل او بولۍ ته به وړاندې شي

سنجې یاداوو، بوانکا سندیف، بیلي سټانلېک، فابین آلین او پریتوي راج.
کینګز الیون پنجاب لوبډلې بیا داځلې له افغان لوبغاړي مجیب ځدران څخه لاس واخیست او هغه یې د بولۍ اچونکو لوبغاړو په لیست کې راوستلی.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو د پیر مراسم یا بولي د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه کې ترسره کیږي او خپله سیالۍ بیا راتلونکې مارچ میاشت کې پلان شوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ