سپورټ کرکټ

خلکو په کرکټ بورډ کې د محمدنبي پر غړیتوب نیوکې کړې

سپورټ یاران

کرکټ بورډ د جمعې په شپه اعلان وکړ چې د بورډ پخواني غړي یې له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې نوي کسان په دندو ګومارلي دي، په دغو نوو غړو کې محمدنبي عیسی خېل هم ځای ورکړل شوی، چې غړیتوب یې د خلکو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

کرکټ بورډ د جمعې په شپه اعلان وکړ، چې د بورډ په غړو کې یې بدلون راوستلی، زاړه غړي یې د بورډ له غړیتوبه لرې کړي او نوي کسان یې په دنده ګومارلي دي.

د بورډ په پخوانیو غړو کې فرېدون الهام، هارون میر، حسینه ساپۍ او ضیاء الحق امرخېل شامل و.

نوي ګومارل شوو غړو کې ګلالۍ نور ساپۍ، عبدالرحمن الکوزی، محمدنبي عیسی خېل او روح الله خانزاده شامل دي.

د کرکټ بورډ په اعلی رهبرۍ کې ولسمشر شامل دی، د کرکټ بورډ ریاست د فرهان یوسفزي په غاړه دی او پاتې څلور نور کسان بیا په دې بورډ کې د غړو په حیث شامل دي.

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د بورډ د څلورو غړو تغییر د کرکټ بورډ د رئیس فرهان یوسفزي لخوا شوی دی او ولسمشر محمد اشرف غني لخوا قبول دی.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېری خلکو د بورډ په غړو کې د محمدنبي په شتون انتقادونه کړي دي.

دوی وایي یو لوبغاړی چې برحاله په لوبډله کې په لوبو مصروف وي څنګه د بورډ غړی کېدای شي.

د دوی په وینا لوبغاړی باید لوبو ته پام وکړي، خپلې لوبې په درست ډول نندارې ته وړاندې کړي او د هېواد لپاره لاسته‌راوړنې ولري.

دوی زیاتوي که چېري لوبغاړي ته د لوبو پر ځای نور مسوولیتونه ورکړل شي، بیا یې په لوبو منفي اغېز پرېوځي او هغسې لوبې نشي کولای لکه څنګه یې چې پخوا کولې.

د دوی بل دلیل دا دی، چې لوبغاړی په کرکټ بورډ د مهمو پرېکړو لپاره وخت نه لري او محمدنبي عیسی خېل تر ټولو بوخت لوبغاړی دی.

هغه د نړۍ په شاوخوا دولسو سوداګریزو لیګونو کې د کال په اوږدو کې لوبېږي او د بورډ د غړیتوب لپاره دومره وخت نه لري.

خپله کرېک اېنفو وېبپاڼې هم د جمعې په ورځ په دې اړه حېرانتیا ښودلې وه او د کرکټ بورډ دا پرېکړه یې نااشنا بللې وه.

په نوره نړۍ کې لوبغاړي یواځې د لوبې مسوولیت ورکول کېږي او کله چې له لوبو تقاعد واخلي بیا نو په مهمو پوسټونو کې دندې ورکوي، لکه هندوستان کې سورف ګنګولي، ریوي شستري، لکه افریقا کې ګرېم سمېت، لکه اسټرالیا کې شېن واټسن او داسې نورې ډېرې بېلګې شته، چې له کرکټ وروسته په کرکټ بورډونو کې دندې ورکړل شوي دي.

خپله عاطف مشعل د پنجشنبې په ورځ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو، چې دی کرکټ بورډ کې هیڅ کار نلري او کرکټ بورډ باید د ده په هکله د الفاظو له کارولو سره احتیاط وکړي.

د چهارشنبې په ورځ کرکټ بورډ د یاد بورډ د پخواني رئیس عاطف مشعل په اړه لیکلي وو، چې هغه کرکټ بورډ کې کار نه لري او هیڅ پرېکړه او امضاء یې اعتبار نه لري.

 

117766574_2735557393365508_3504048423297634669_o (1).jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ