اپریل 19, 2021

محمدنبي؛ ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکول، نړیوال جام ته ښه چمتووالی دی

افغان غوره الراونډر محمدنبي عیسی خېل له کرېک بز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د زِمبابوې پر وړاندې د لوبلړۍ ګټل، نړیوال جام کې مونږ لا یقیني کوي، چې ښه ولوبېږو.

نوموړي د ځوانو لوبغاړو په اړه ویلي، چې « ځوانو لوبغاړو ته وخت ورکول، د نړیوال جام لپاره ښه چمتووالی دی، هغه د رحمان الله ګربز، کریم جنت، عثمان غني، فضل الحق، نوین الحق او نورو ځوانو لوبغاړو یادونه کړې ده».

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې رحمان الله ګربز، کریم جنت او عثمان غني د توپوهنې برخه کې د ځوانو لوبغاړو ښه استازولي وکړه او دا د افغان لوبډلې لپاره راتلونکي کې ښې او پیاوړې ستنې جوړېدای شي.

د محمد نبي عیسی خېل په وېنا: « هره لوبلړۍ خورا مهمه وي، د دې ګټل د افغانستان لپاره مهم دي، زما په آند د داسې لوبو ګټل د نړیوال جام لپاره ښه چمتووالی دی، مونږ ځوانو لوبغاړو ته ډېر چانس ورکړ، مونږ د دوی پرمختګ غواړو او هیله لرو، چې د نړیوال جام پرمهال به مونږ ښه لوبډله ولرو».

د محمدنبي عیسی خېل له قوله د عربي متحده اماراتو ویشتن ځایونه زیاتره د توپوهونکو لپاره سازګار دي، ډېره پورې پرې توپوهونکي ښه ځلېږي، خو توپ اچوونکو لپاره دومره ملاتړي نه دي.

هغه زیاتوي چې زمونږ بالران د نړۍ په کچه ښه توپ اچونه کوي، خو نور ویشتن ځایونو باندې بیا بالران ښه چلېږي.

نبي ویلي چې په سوداګریزو لیګونو کې یې لوبېدلو د ده تجربه زیاته کړه، اوس هغه تجربې چې په لیګونو کې مو ترلاسه کړي، له خپلو ځوانو لوبغاړو سره شریکوو او دا چاره ځوانو لوبغاړو سره په لوبه کې ښه مرسته کوي.

د عیسی خېل په وېنا « ډېری وخت زه له ځوانو لوبغاړو سره خورا صمیمي یم، کله چې په دمه ځای یا ډرېسېنګ روم کې یم، نو ځوان لوبغاړي له ما سره خپلې ستونزې شریکوي، چې زه ورته په خورا اسانه او ساده لاره معلومات ورکوم، مرسته ورسره کوم او زه په رښتیا هم له ځوانو لوبغاړو سره له بحث خوند اخلم».

راتلونکی نړیوال جام

د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې نړیوال شل اوریز جام په هندوستان کې ترسره کېږي.

د دې جام لپاره د ترسراوي میاشت د روان کال لسمه میاشت یا اکټوبر ښودل شوې ده.

په دې جام کې به د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې ولوبېږي، چې د افغانستان په ګډون ۱۲ لوبډلې به په سوپر دولس ټیمونو کې هم شاملې وي.

<

p dir=”rtl”>څلور لوبډلې به د دویمې درجې هېوادونو څخه نړیوال جام ته غوره کېږي.