مارچ 8, 2021

ګلبدین: مینوالو لوبغاړو ته څه نه دي ویلي، خو له لوبې وروسته باید مینوال میدان ته ښکته نشي

Advertisements

له پاکستانۍ لوبډلې سره د افغان لوبډلې له لوبې وروسته، ځېنې افغان کرکټ مینوال لوبغالي ته ښکته شول؛ خو هغه وخت د کرکټ کېمرې ننداره کوونکي راوانخېستل.
وروسته بیا په ټولنیزو رسنیو داسې انځورونه خپاره شول، چې محمدنبي عیسی خېل په لوبغالي کې خورا خفه او ژړغوني حالت کې ښکارېده، هغه سره د لوبغالي منظمونکی نږدې ولاړ و.
حشمت الله شهیدي د یو تن له خوا په غېږ کې نیول شوی و، هغه یې د لوبغالي څخه په داسې حال کې راوکيښ چې پر سر یې لاسونه ایښي وو او پاکستاني لوبغاړي هم ورپسې وو.
اخوا بیا د لوبغالي ساتونکي چې مخابره هم ورسره وه، یو افغان مینوال چې د افغانستان بېرغ یې پر شا او پکول یې پرسر و، کلک نیولی دی.
دا افغان خورا قهرجن ښکاري.
وروسته د ټوېټر افغان کارونکو د محمدنبي عیسی خېل او حشمت الله شهیدي انځورونه خپاره کړل، هر افغان لوبغاړی یې د افغانستان اتل یاد کړ او وې ویل چې د شهیدي او نبي وهل د زغملو نه دي او باید خلک مجازات شي.

هلته په لوبغالي کې له حالاتو هم داسې معلومېدل چې افغان لوبغاړو له پاکستانیو لوبغاړو سره هیڅ روغبړ ونه کړ او ژر پاویلین ته ولاړل.
له دې وړاندې د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کې د ننداره کوونکو له خوا محمدنبي عیسی خېل ښکنځل شوی و.
وروسته بیا محمدنبي عیسی خېل ویلي، که افغان مینوال له مونږ نفرت لري بیا به مونږ له لوبو استعفا وکړو.
اوس ګلبدین نایب ویلي، چې په هیڅ لوبغاړي ننداره کوونکي ګوزار نه دی کړی، بلکې دوی له افغان لوبغاړو سره د زیاتې مینې له کبله لوبغالي ته راغلي وو، دوی غوښتل لوبغاړي په غېږ کې ونیسي، هغوی ښکل کړي.
ګلبدین نایب وایي زه د دوی له مینې مننه کوم، خو زه له دوی هیله کوم چې دوی د لوبې په پای کې لوبغالي ته رانشي؛ په خپلو څوکیو منظم کیني او لوبه ننداره کړي.
د نېنشل په نامه وېب پاڼې لیکلي، چې محمدنبي عیسی خېل هم د ساتونکو له خوا تر خپل لباس ورسول شو.