سپورټ کرکټ

په روانه اونۍ کې د نړیوال شل اوریز جام ځنډېدلو په تړاو پرېکړه کېږي

یاران سپورټس

د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال جام په اړه د اسټرالیا له کرکټ بورډ سره خبرې کړي او دوی دې موافقې ته سره نږدې شوي، چې نړیوال شل اوریز کرکټ جام به لغوه کېږي.

د اسټرالیا ډیلي ټیلیګراف وېبپاڼې ویلي، چې د کرکټ نړیواله شورا او د اسټرالیا کرکټ بورډ سره موافقې ته رسېدلي، چې سږ کال به د کرکټ نړیوال شل اوریز جام نه ترسره کېږي، بلکې ۲۰۲۱م ته به وځنډول شي.

د وېبپاڼې په وینا راروانه جمعه د کرکټ نړیواله شورا غونډه لري او قوي امکان شته، چې نړیوال جام پکې په رسمي ډول لغوه شي.

د نړیوال شل اوریزجام په اړه مخکې دوه ځلې غونډې وشوې، خو دواړه ځله وروستۍ پرېکړه ځنډول شوې وه، خو اوس په قوي احتمال سره د نړیوال جام د لغوه کېدلو ویل شوي دي.

بل پلو د هند کرکټ بورډ ویلي، چې د نړیوال جام لغوه کېدل به د آی پي اېل ترسره کېدل یقیني کړي.

د آی پي اېل کوربتوب ته سریلانکا او عربي متحده اماراتو چمتووالی ښودلی.

د هندوستان کرکټ بورډ هم په دې لټه کې دی، چې د آی پي اېل لپاره لومړی هندوستان کې مناسب ځای انتخاب کړي او که داسې ونشوه، بیا نو د سریلانکا او یا هم عربي متحده اماراتو انتخاب ته ترتیبات نیسي.

تمه وه، چې سږ کال نړیوال جام د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پیل شوی وای؛ خو د کرونا ویروس له امله تر رسمي لغوه کېدلو رسېدلی دی.

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام او د څلورم کال لپاره نه ترسره کېدل

۲۰۱۶م کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ترسره شوی، له هغې وروسته بیا نه دی ترسره شوی.

د کرکټ نړیوال شل اوریز کرکټ جام باید هرکال ترسره شوی وای، خو د مختلفو ستونزو له امله لغوه یا ځنډول شوي دي.

۲۰۱۷م ، ۲۰۱۸م  ۲۰۱۹م کې د کرکټ نړیوالې شورا په خبره د اقتصادي بحران له امله نړیوال شل اوریز جامونه ترسره نشول.

که څه هم د ۲۰۲۰م کال نړیوال جام لپاره له ۲۰۱۹ کال راهیسې ترتیبات روان وو، خو د ۲۰۲۰ کال په سرکې د کرونا ویروس راپورته کېدل هغه څه وو، چې د ژوند د نورو برخو ترڅنګ یې ورزش هم سختو ستونزو سره مخ کړ او بالاخره د څلورم ځل لپاره یې د لغوه کېدو پرېکړه کېدونکې ده.

د ۲۰۲۰م نړیوال جام او په اړه یې غونډې

د مې میاشت کې د کرکټ نړیوال جام په اړه غونډه وشوه، خو دې غونډه کې غړو هېوادونو مطلقه او غوڅه خبره ونه کړه، بیا یې د جون په لسمه بله غونډه وکړه، دې غونډه کې یادونه وشوه، چې د نړیوال جام ترسره کېدل ستونزمن دي او ښایي نېټه یې بدله شي.

اوس د جولای په ۶ مه بیا د کرکټ نړیوالې شورا او د اسټرالیا کرکټ بورډ سره د لغوه کېدو په موافقه سلا شوي دي.

د اسټرالیا د ډیلي ټیلیګراف وېبپآڼې په وېنا راروانه جمعه د جولای په لسمه نېټه به په رسمي ډول نړیوال شل اوریز جام لغوه اعلان شي.

که نړیوال جام لغوه شي نو د آی پي اېل ترسره کولو لپاره لاره پرانیستل کېږي.

د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه د آی پي اېل پېل ته نېټه ټاکل شوې ده.

د آی پي اېل کوربتوب ته سریلانکا او متحده عربي اماراتو چمتووالی ښودلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ