مارچ 4, 2021

له نامنطقي کسانو سره د مقابلې لپاره لس کلیدي لارې

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

هرومرو په ژوند کې تاسو هم له بې منطقه کسانو سره په اړیکه کې وئ. بې منطقه افراد په کار ځای، کور، ورزشي لوبغالي او په نورو ځایونو کې ستاسو ترڅنګ دي. که له دې کسانو سره د چلند په تګلارو باندې پوه نه شئ، نو په اعصابو باندې به مو ډېرې بدې اغېزې وښندي، خو واقعاً له بې منطقه کسانو سره د چلند ډول څه دی؟
په دې لیکنه کې له بې منطقه کسانو سره د چلند په لسو لارو چارو باندې رڼا اچول کېږي. البته ښایي له دې حل لارو څخه هره یوه یې په بې منطقه کسانو باندې اغېزه ونه لري، نو غوره ده چې له دغو کسانو سره د چلند ډول له خپلو شرایطو او حالاتو سره سم وسنجوئ او له ځانه غوره چلند ښکاره کړئ.
۱ ـــ خپله آرامتیا وساتئ
د آرامتیا ښېګڼې: د ځان کنټرولۍ پیاوړتیا او د ستونزې له سترېدو څخه مخنیوی.
څنګه آرامه واوسو؟
له بې منطقه افردو سره د اړیکې لپاره، ترټولو مهم ګام، د ذهن آرامه ساتل دي، هرڅومره چې نرم غبرګون ښکاره کړئ، نو په ښه توګه کولای شئ، چې شرایط وسنجوئ او مدیریت یې کړئ. کله چې د بې منطقه کس له چلند څخه غوسه کېږئ، مخکې تر دې چې غبرګون ښکاره کړئ او وروسته پښېمانه شئ، نو ژوره ساه وباسئ او تر ۱۰ پورې وشمېرئ، ډېری وخت مخکې له دې، چې لسمې شمېرې ته ورسېږئ، له بې منطقه فرد سره د چلند لپاره به د حل لاره پیدا کړئ. دا هماغه د حل لاره ده، چې د ستونزې له ډېرښت او شدت څخه مخنیوی کوي او تاسو یوې ښې پایلې ته رسوي. که تر ۱۰ پورې مو وشمېره او آرامه نه شوئ، نو خپل ځان ته ډېر وخت ورکړئ او وروسته له دې چې آرامه شوئ، د ستونزې د حل په لور لاړ شئ.
۲ ـــ له بې منطقه فرد څخه واټن واخلئ
د دې کار ښېګڼې: ډېره آرامتیا او د اختلافاتو کمښت
څنګه د باز په څېر والوزو؟
اړتیا نه شته چې له ټولو سره بحث او شخړه وکړئ، خپل وخت ته ډېر زیات ارزښت ورکړئ، که موضوع دومره مهمه نه ده، نو هېڅ اړتیا نه شته، چې له بې منطقه او منفي فکر لرونکي فرد سره بحث او مخالفت وکړئ، یو مشهور متل دی، چې وایي: [که له فیل مرغ سره واوسئ، نو نه شئ کولای، چې د باز په څېر الوتنه وکړئ.] د بې منطقه کسانو  لوری هر څوک کېدلی شي، صمیمي ملګری یا د کورنۍ غړی مو، مهمه داده چې له دې کسانو سره د چلند په ډول باندې پوه شئ. ډېری وخت هڅه وکړئ، چې شاوخوا ته مو دا ډول کسان نه وي او له هغوی سره اړین واټن وساتئ.
۳ ـــ مخکې تر دې چې غبرګون ښکاره کړئ، زغم ولرئ
د دې کار ښېګڼې: د ستونزې د حل لپاره تمرکز او د ناسم‌پوهاویو کمښت
څنګه له بې منطقه کسانو سره په چلند کې زغم ولرو؟
که د بې منطقه کس خبرې مو ځوروي، نو زغم ولرئ، مخکې تر دې چې غبرګون ښکاره کړئ، ستونزې ته له بېلابېلو اړخونو څخه وګورئ او هڅه وکړئ، چې د موضوع په تړاو بېلابېل غبرګونونه په پام کې ونیسئ. د بېلګې په توګه: کله چې همکار مو ستاسو پیغامونو ته ځواب نه ورکوي، ژر مه غوسه کېږئ، د دې چلند لپاره بېلابېل دلیلونه شتون لري، په پیل کې باید ټول احتمالونه په پام کې ونیسئ، ښایي هغه ډېر زیات بوخت وي او ټولو پیغامونو ته د رسېدو لپاره یې وخت نه وي پیدا کړی، چټک غبرګون مه ښکاره کوئ او هرڅه ته په خپل ځان پورې تړاو مه ورکوئ، که هڅه وکړئ، چې مسایل شخصي نه کړئ، نو د شاوخوا خلکو غبرګونونه به مو ډېر کم ستاسو لپاره ځورونکي وي.
حقیقت دا دی، د افرادو کړنې او نیت، مخکې تر دې، چې تاسو پورې تړاو ولري، د خپل ځان په پام کې نیولو سره ترسره شوي دي، نو ستاسو د ځورونې قصد یې نه و، که وکولای شئ له مسایلو سره شخصي چلند پرېږدئ او د هغو په اړه پراخ لید ولرئ، ډېری خواشینۍ، اندېښنې او ناسم پوهاوي له منځه ځي. له بې منطقه کسانو سره د چلند لپاره بله تګلاره داده، چې خپل ځان د هغوی په ځای وګڼئ، نو که د یوې دقیقې لپاره هم وي، نو خپل ځان د هغوی په ځای وګڼئ، ترڅو د هغه شرایط او حالت په ښه توګه درک کړئ. وړاندیز کېږي، وروسته له دې، چې خپل ځان مو د پام وړ فرد په ځای وګاڼه، نو دا جمله بشپړه کړئ: دا کار ورته آسانه نه دی، چې …..
د بېلګې په توګه: «زوی مې ډېر پیاوړی دی؛ خو دا ورته آسانه نه ده، چې په ښوونځي کې له ټولنیزو فشارونو مخامخ شي».
البته دا چې خپل ځان د نورو په ځای وګڼئ او هغه درک کړئ، په دې مانا نه ده، چې د هغه له غیر منطقي چلندونو څخه سترګې پټې کړئ. له بې منطقه کسانو سره په چلند کې مهم ټکی دا دی، په یاد مو وي، چې ډېری وخت په قصدي توګه ستاسو د ځورولو موخه نه لري، هرڅومره، چې ډېر منطق ولرئ، نو په آسانه توګه مو دې ته پام کېږي، چې د بې منطقه کسانو چلند له کومه ځایه سرچینه اخلي، په دې صورت کې په ښه توګه کولای شئ، له هغو سره وړ چلند وکړئ او ستونزې مو لرې کړئ.
۴ ـــ تل له بې منطقه کس سره د مبارزې په فکر مه اوسئ
د دې کار ښېګڼې: په وخت او انرژۍ کې سپما، ډېره آرامتیا او له نا اړینو ستونزو څخه مخنیوی.
څنګه دا کار ترسره کړو؟
له بې منطقه کسانو سره په چلند کې تل شرایط یو ډول نه دي، اړینه نه ده، چې تل هغوی ته قناعت ورکړئ یا له هغوی سره مخامخ شئ، دوه موقعیتونه شتون لري، چې غوره ده تېرېدنه (ګذشت) وکړئ او د بې منطقه کس له څنګه تېر شئ. لومړی موقعیت هغه مهال دی، چې له بې منطقه فرد سره تل پاتې اړیکه نه لرئ او په هغه پورې مو کار بند دی. د بېلګې په توګه: د یوه شرکت د مشتریانو له استازي سره په ټیلیفون کې خبرې کوئ او د خپلې ستونزې لپاره له هغه سره چانه وهئ، وروسته له دې چې ټیلیفوني اړیکه پرې کوئ، نو له دې فرد سره به هېڅ اړیکه ونه لرئ او حتا د هغه شرکت د مشتریانو له خدماتو سره په یو ځل بیا اړیکې سره، له بل استازي سره به خبرې وکړئ.
اړینه نه ده، چې خپل وخت بېځایه تېر کړئ او له دې فرد سره بحث او شخړه وکړئ. دوم موقعیت هغه وخت دی، چې له هر غبرګون وړاندې ښه فکر وکړئ. کله چې همکار مو بې منطقه دی او له هغه سره، له اړیکې لرلو څخه هېڅ خوند نه اخلئ، په خپل کار کې پوه دی، ستاسو کار د هغه ترڅنګ له اوسېدو سره تړاو لري او دغه راز د هغه همکارۍ ته اړتیا لرئ، نو زغم ولرئ او دا ټکی په پام کې ولرئ، چې بې منطقه کسان هم ډېرې زیاتې ښې ځانګړتیاوې لري او باید د هغو له همکارۍ څخه ګټه واخلئ.
یوازې باید پوه شئ، چې څنګه په ښه توګه او ورین تندي ورسره چلند وکړئ، ترڅو کوم څه مو په زیان تمام نه شي، نو په دې دوو موقعیتونو کې، زغم ولرئ او له هر ډول غبرګون څخه مخکې شرایط وسنجوئ. په پیل کې له ځانه وپوښتئ، واقعاً اړینه ده، چې بحث او شخړه وکړئ؟ غوره ده، چې آرامه واوسئ او په حساسو ځایونو کې غبرګون ښکاره نه کړئ.
۵ ـــ د مقابل فرد او مسئلې ترمنځ توپیر وکړئ
د دې کار ښېګڼې: د اړیکیزو مهارتونو ښه کېدا، د ستونزو د حل د ځواک ډېرښت او د همکارۍ او درنښت رامنځته کول.
څنګه دا کار ترسره کړو؟
کله چې له کوم کس سره ستونزه پیدا کوئ، دوه عناصر شتون لري: هغه اړیکه، چې له فرد سره یې لرئ او هغه مسئله، چې پرې بحث کوئ. هغه کس، چې له خپلو شاوخوا خلکو سره ښه اړیکه ټینګوي، نو په ښه توګه پوهېږي، چې باید د موضوع او ستونزې ترمنځ توپیر وکړي. مثلاً: “زه غواړم چې د ستونزو په اړه مو خبرې وکړو، خو کله چې چیغې وهې، خبرې کول هېڅ ګټه نه لري، راځه، چې په کراره خبرې وکړو یا خپل ځان ته لږ وخت ورکړو او وروسته یې په اړه خبرې وکړو» یا «زما خوښېږي، چې له موږ سره لاړ شې، خو که د تېر ځل په څېر ځنډ وکړې، نو نه شو کولای، چې درته په تمه پاتې شو.”
کله چې له مقابل لوري سره په کراره او منطقي خبرې وکړئ، نو ډاډه اوسئ، چې خبرې به مو اغېزه وکړي. د ستونزې د حل لپاره لا ډېر جدیت ولرئ، آرامه اوسېدل او له ستونزې څخه د فرد جلا کول، تاسو به د ستونزې په حل کې پیاوړي کړي.
۶ ـــ توپ د هغه ځمکې ته ور وغورځوئ
د دې کار ښېګڼې: په اړیکو کې د توازن د ځواک رامنځته کول او د غیر منطقي چلندونو کمښت.
څنګه دا کار ترسره کړو؟
بې منطقه او په ځانګړې توګه غوسه ناک او تهاجمي افراد، د بحث تمرکز په تاسو باندې ږدي او په دې کار سره ستاسو د خواشینۍ او خپګان سبب ګرځي. دا افراد تل په دې لټه کې دي، چې نیمګړتیا ستاسو په غاړه در واچوي او د ستونزې د حل پرځای د نیمګړتیاوو په لټه کې دي، په دې صورت کې، په هېڅ وجه ستونزه نه حل کېږي، که اغېز منونکې کړنې ترسره کړئ، نو ټوله نیمګړتیا ستاسو په اوږو باندې بارېږي او مقابل لوری په چټکۍ سره خپلې اوږې تشوي؛ په پای کې تاسو نیمګړی او ګرم ښکاره کوي، په دې وخت کې باید توپ د هغه ځمکې ته ور وغورځوئ.
له بې منطقه کسانو سره د مقابلې تر ټولو غوره لاره، د پرله پسې پوښتنو پوښتل دي:
بې منطقه فرد:« کوم غوښتنلیک دې چې ولیکه، اصلاً هغه څه ته ورته نه دی، کوم چې زه ورته اړتیا لرم».
تاسو: «هغه څه ته، چې اړتیا لرې، ماته دې وویل»؟
بې منطق: «واقعاً چې ….. ».
تاسو:«که ماته بې احترامي وکړې، نوره لېوالتیا نه لرم، چې درسره خبرې وکړم، ژر زما ستونزه روښانه کړه، چې پوه شم، پاتې شم او که لاړ شم»؟
جوړونکې پوښتنې وکړئ او د بې منطقه غوسه ناک فرد لپاره وضعیت روښانه کړئ. کله چې خبره روښانه وي او توپ له خپلې ځمکې څخه بهر کړئ، نو بې منطقه فرد نه شي کولای، چې تاسو ګرم وګڼي او ستاسو په وړاندې له زور څخه کار واخلي.
۷ ـــ له طنز څخه ګټه واخلئ
د دې کار ښېګڼې: د بې منطقه فرد بې وسلې کول، د آرامتیا او ځواک ښکاره کول او له مقابلې او تهاجم څخه مخنیوی.
څنګه دا کار ترسره کړو؟
په اړیکو کې طنز یوه ځواکمنه وسیله ده، نو ډېر ژر مه خواشیني کېږئ، هڅه وکړئ، چې په طنزي خبرو سره فضا خوشاله کړئ. که داسې یو همکار لرئ، چې کبرجن او ځان غوښتونکی دی، خندونکې خبرې وکړئ او فضا ته بدلون ورکړئ. کله چې د سهار له مخې هغه ته سلام او ورسره ستړي مه شي کوئ، خو ډېر پام درته نه کوي، مه خواشیني کېږئ، له خوندورو ټوکو څخه کار واخلئ، هڅه وکړئ، چې خپله اړیکه ورسره نږدې کړئ، ډاډه اوسئ، چې دا ډېره ښه تګلاره ده او پایله ورکوي او د هغه ترڅنګ له اوسېدو څخه به خوند واخلئ. له مؤدبانه طنز څخه ګټه واخلئ، چې آرامتیا او کنټرول مو ښکاره کوي. طنز او نرمې ټوکې، د بې منطقه فرد په وړاندې یوه ښه او اغېزمنه تګلاره ده او د دې سبب ګرځي، چې بې وسلې شي.
۸ ـــ د رهبر رول په غاړه واخلئ
څنګه دا کار ترسره کړو؟
کله چې دوه کسان یوې اړیکې ته داخلېږي، له هغو څخه یو یې د رهبر رول په غاړه اخلي. کله چې له بې منطقه فرد سره اړیکه ټینګه کړئ، هغه غواړي، چې د رهبر رول ولري، خو په سالمو اړیکو کې، دا رولونه تل بدلون کوي، دا په داسې حال کې ده، چې بې منطقه افراد، د رهبرۍ په لټه کې دي او غواړي، چې د لوبې رییس شي.
د دې لپاره، چې د بې منطقه کسانو چلند ته بدلون ورکړئ، باید بحث بدل کړئ. د بېلګې په توګه ووایئ: «رښتیا…..» او هر څنګه چې وي موضوع ته بدلون ورکړئ، ترڅو بحث په بله خوا شي، په دې ترتیب د بې منطقه فرد واک کمېږي او له بلې لارې څخه به بحث او خبرو اترو ته ننوځي.
۹ ـــ تل تابع واوسئ
د دې کار ښېګڼې: په خپل ځان باندې د باور ډېرښت او آرامتیا او دغه راز د ځورونکو چلندونو کمښت.
څنګه دا کار ترسره کړو؟
زور واکي غواړي، چې مقابل لوری یې کمزوری وي، ترڅو وکولای شي، د هغوی په وړاندې زور واکي وچلوي، هڅه وکړئ، چې تابع او اغېز منونکي واوسئ او که نه نو دا کسان تل ستاسو په وړاندې زور واکي کوي. زور واکي  معمولاً تل ډارن دي او هېڅ زړورتیا نه لري، خو که مقابل لوری یې له خپل حق څخه دفاع وکړي، په چټکه توګه شاته تګ کوي، دا کسان په هر ځای کې ستاسو ترڅنګ دي.
څېړنې څرګندوي، چې زور واکي د تاوتریخوالي قرباني دي، البته د هغوی د غیر منطقي چلند لپاره توجیې شتون لري، خو د دې مسئلې په باب معلومات، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو زور واکي په ښه توګه درک کړئ.
ټام هیډ لسټون وایي: “کله چې له خپل ځان سره ډېره زیاته مینه ونه لرو، نو باید دې نیمګړتیا ته د ځواب لپاره یوه لاره پیدا کړو. زور واکي مخکې قرباني وو.”
پارامانسا یوګاناندا وایي: “ځینې کسان د نورو په سر پرې کولو سره هڅه کوي، چې خپل ځان معلوم او مشهور کړي.”
شای میشل وایي: “زما په نظر، زور واکی مخکې تر دې، چې نورو ته زیان ورسوي، خپل ځان لړزوي.”
که له زور واکو سره اړیکه لرئ، نو هڅه وکړئ، چې په خپل ځان باندې پام وکړئ، په هره لاره، چې کېږي له هغوی سره مقابله وکړئ، حتا که اړینه وي، په وړاندې یې ودرېږئ او د خپلو شاوخوا خلکو په مرسته باندې حساب وکړئ، که چېرې خبره غټه شوه او شخړه مو ناسمې فزیکي، احساسي او د ژبې ګټې اخیستنې ته ورسېده، له قانوني مراجعو څخه مرسته وغواړئ، مسلکي او قانوني مشاورین، له دې کسانو سره د چلند بله تګلاره ده، هر څنګه چې وي باید  د زور واکۍ په وړاندې ودرېږئ او د نورو له مرستې څخه هم ګټه واخلئ.
۱۰ ـــ د بې منطقه اوسېدو بدې پایلې ښکاره کړئ
د دې کار ښېګڼې: درنښت، همکاري، په اړیکه کې اغېز ښندنه او د ځواک توازن.
څنګه دا کار ترسره کړو؟
له بې منطقه کسانو سره د چلند د پایلو مشخص کول، د دې افرادو په وړاندې له غوره مهارتونو څخه ګڼل کېږي، کله چې د بې منطقه کسانو د کار پایلې څرګندې کړئ، نو د هغوی به دې ته پام شي، چې چلند یې له ځانه سره کومې پایلې لري؛ حتا شونې ده، چې له تهاجم څخه لاس واخلي، همکارۍ او مهربانۍ ته مخه کړي، نو د بې منطقه اوسېدو د پایلو په ښکاره کولو سره، په دې کسانو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړئ.
له بې منطقه افرادو سره د چلند د ډول په زده کولو سره، د اړیکو هنر زده کړئ، په هره کچه، چې خپلو اړیکیزو مهارتونو ته پراختیا ورکړئ، له نورو سره په چلند کې  ډېر کم زیان وینئ، دغه راز په ځان باندې باور مو زیاتېږي او غوره اړیکې به ولرئ. له بې منطقه کسانو سره د چلند د ډول په زده کولو سره، خپلو اړیکیزو مهارتونو ته ښه والی ور بښئ او کولای شئ اغېز ښندونکی او بریالی مدیر واوسئ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي