هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

ژوند په خپله خوښه وکړئ نه د نورو په خوښه

تاسې ډېرځله له دې پوښتنو او ناسمو باورونو سره مخ کیږﺉ، چې « که دا کار وکړم خلک به څه وايي؟» ، « د چرګانو په خرڅلاو کې شرم دی، زه دا کار نه شم کولای»، « پلار او نیکه مې پتلون نه دی اغوستی، زه یې څنګه واغوندم»، « له نیکونو راهیسې په کلي کې ژوند کوم، د ښار ژوند څه ژوند دی»، « زه خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره کافي پیسې نه لرم»، «که پانګونه وکړم، د بیو په لوېدو سره به هرڅه له لاسه ورکړم»، دا او دې ته ورته باورونه د انسان ازادي سلبوي او د د ودې او پرمختګ مخه یې ډب کوي.

که پر دې فکر وکړﺉ، چې څنګه بریالی کېدای شم، یا څنګه شتمن کېدای شم؟ ستاسې ډېرې ستونزې ورسره اواریږي. دا پوښتنې تاسې فکر کولو ته اړباسي او فکر په نهایت کې تاسې بریالیتوب ته نږدې کوي.

انسان باید خپل ځان د خپلو سترګو په هینداره کې وګوري. که تاسې له نورو سره ځان پرتلنې او پرېکړې پریږدﺉ، نور خلک په دې نه بریالي کیږي، چې له تاسې نه د خپل ځان، وړتیاوو او شخصیت پېژندنې واک او فرصت واخلي. هغه کسان، چې د نورو په خوښه ژوند کوي، یا وايي، چې (( خلک به بد را پورې ووايي))، (( دا زموږ د کلیوالي دود خلاف کار دی))، (( که زه دا لباس واغوندم، کور او موټر واخلم، خلک به څه وايي، چې دا پیسې یې له کومه کړې، حرام خوري))!. په لوی لاس د خپل ژوند د پرمختګ مخه ډب کوي.

دا زما د ژوند تجربه ده، چې که تاسې د نورو خلکو په خولو پسې ګرځى، خدای که ټول عمر ښه ژوند وکړﺉ.

دلته د ملا نصرالدین او د نوموړي د مېرمنې او خره کیسه ښه صدق کوي.

کیسه یې په لنډو کې درته وایم: (( ملا نصرالدین او مېرمن یې په خره سپاره کلي ته لاړل، خلکو خبرې پیل کړې، چې دا احمقان ګوره خر یې مړ کړ، دواړه پرې سپاره دي، ملا ژر له خره راکوز شو، خلکو بیا په خپلو کې سره وویل: دې زنچو ته ګوره، چې خپله لاندې روان دی او ښځه یې په خره سپره کړې ده، وروسته یې ښځه کوزه کړه او خپله پر خره سپور شو، بیا هم خلکو پسې ویل، چې دې بې غیرته ته ګوره، ښځه یې لاندې روانه ده او دی په خره سپور دی)). هغوی، چې د نورو په خوله ژوند کوي، د ملانصرالدین په څېر به له مزل او منزل دواړو پاتې وي.

که تاسې خپل شخصیت، باورونه او ژوند دود د نورو خلکو په هینداره کې ګورﺉ، تل به مو پر خپل فکر، عقل او باور د بطلان کرښه را ایستې وي او د خلکو په خولو او باورونو به تکیه کوﺉ. برعکس که تاسې د خلکو په منفي باورونو او خبرو پسې ونه ګرځئ، د پرمختګ مدارج به طی کوﺉ.

زه داسې کسان پېژنم، چې د کرزي د حکومت په لومړیو کلونو کې په کابل کې کار ورته کفر برېښېده، ځکه د خلکو په خبرو پسې ګرځېدل، چې « په دې حکومت کې کار کول حرام دي!»، خو هغوی اوس د مچ په څېر لاسونه مروړي، ځکه ټول فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي.

لس او ۱۲ کاله وروسته زه د هغوی له منځه ډېر داسې کسان په حکومتي ادارو کې وینم، چې تېر لس کاله یې د خلکو په خوښه ژوند کاوه، خو اوس دا دوه درې کاله په خپله خوښه ژوند کوي او ښه پرمخ ځي.

انسان، چې خپل ځان ونه پېژني، خدای او د هغه خلقت هم نه شي پېژندلای. خدای«ج» عقل، فکر، ذهن، حافظه، لاس او پښې او نور امکانات ددې لپاره انسان ته نه دي ورکړې، چې د نورو خولې او عمل ته کښېني، انسان ته یې هرڅه ددې لپاره ورکړي، چې د ښه او بد په اړه خپله فکر وکړي، خپل عقل او فکر وکاروي او د ښو او بدو، حق او باطل، ګټې او زیان تمیز پرې وکړای شي. وروستۍ خبره دا، چې که غواړﺉ نوره نړۍ وپېژنﺉ، لومړی خپل ځان وپېژنئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */