خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

هغه څه چې بايد د مخ پر پوستکې ونه وهل شي

لیکنه: شپنه سلګۍ
ژباړه: شپنه سلګۍ

په مخ د دانو، خارښت، یا الرجیک عکس العملونو څخه د مخنیوي لپاره هېڅکله لاندې محصولات په خپل ښکلي مخ مه کاروئ.

۱ـ د غاښونو کریم

د غاښونو کریم د پوستکي د تخريش سبب ګرځي او همدارنګه که په دانو استعمال شي، نو ممکن د ځوانی دانو د لکو یا داغونو د زیاتوالی سبب ګرځي.

د لیمو اوبه (جوس)

د لیمو په څېر، سیترس لرونکي مېوه کولی شي پوټکي تخریش او د لمر د شعاع مقابل کی حساس کړي.

د بدن لوشن

د بدن غوړولو لوشن د مخ غوړونکو کریمونو په مقایسه په زیاته اندازه ټینګ وي او زیات عطری مواد لري چې ممکن د الرجیک عکس العمل او دانو لامل شي.

د وېښتو سپرې

د وېښتو سپرې الکول لري، کوم چې کولی شي د پوستکي رطوبت له منځه یوسي او کېدای شي چې د پوستکي سوري بند کړي او د خارش او ځوانۍ دانو لامل شي.

ډېری ګرمې اوبه

د ګرمو اوبو استعمال په حقيقت کې کولای شي چې د پوستکي د بهرنی برخې رطوبت له مینځه یوسي.

بوره 

پر مخ باندې د بوری کارول د مخ د پوستکی د تخریش او خرابوالی سبب ګرځي.

سرکه

که څه هم سرکه په کورنی درملنې کې کارول کېږي، اما په یوازې ډول او یا هم په یو نامناسب ترکیب سره یې کارو حتا که په خورا کمه کچه هم وي د پوستکي د سوځېدنې لامل ګرځي.

خوشبويي

د خوشبويي محصولات، که طبیعي او یا مصنوعي وي، ممکن د حساس پوستکي د تخریش سبب شي او یا هم د ناضروري حساسي مادي په توګه عمل وکړي، نو کوښښ وکړي چې په مخ یې استعمال نه کړي.

شامپو

شامپو ستاسو د وېښتو د پاکولو لپاره تولید شوي، نه د مخ نازک پوستکی لپاره، که تاسو خپل مخ په شامپو سره ومینځئ، نو دا به واقعیاً، ستاسې د مخ پوستکی وچ او خراب کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ