Advertisements
خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

پر نشه يې توکو د ښځو او ماشومانو روږدي کېدل

د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه او لومړي ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يې توکو تر ټولو لږ کښت درلود چې يوازې به د دارو او درملو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېده.

د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته او د کمونيستي رژيم له پېلېدو سره سم ځينو سيمو کې نا امنيو زور واخيست، دا نا امني ورځ تر بلې زياتېده چې تر اوسمهاله په پراخه ډول روانه ده.

نا امنيو د نشه يې توکو پر کښت او قاچاق مستقيمه اغېز وکړه يعنې په هره اندزه چې نا امني زياتېده په همغه پيمانه د نشه يې توکو کښت او قاچاق هم زور واخيست تر هغې چې د کورنيو جګړو پر مهال د پاکستان د ای اس آی په مرسته د مافيا بيلابيلو کړيو بهر ته د نشه يې توکو پر قاچاق لاس پورې کړ.

افغانستان د کورنيو جګړو او طالبانو پر مهال د نشه يې توکو د کښت او قاچاق لوی مرکز وو چې دا بدبختي تر اوسه هم روانه ده.

اوسمهال په افغانستان کې د نشه يې توکو د کښت او قاچاق سربېره ګڼ شمېر خلک د نشه يې توکو پر کارونه اخته دي چې د ډېريو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی.

فقر، بې سېوادي،نا امني، بې کاري او روان سياسي حالات هغه لاملونه دي چې افغانستان کې يې د روږدو کسانو شمېر زيات کړی.

د ملګرو ټاکنه او هغوی سره په مجالسو کې ناسته پاسته هم د انسان پر کرکټر او شخصيت جوړونې ډېر اغېز لري، زيات شمېر هغه کسان د دې لومو ښکار کيږي چې لا د بلوغ دايرې ته نه وي رسيدلي او تنکي ځوانان وي، دوی د نا اهلو او روږدو خلکو سره د نيژدې کېدو په پايله کې د دې بدمرغۍ قرباني کيږي چې په پيل کې د شوق په بڼه څکول پيلوي او بيا په عمري بدبختۍ بدليږي.

د کورنيو شخړو او ښځې او مېړه تر منځ د تاوتريخوالي اصلي لامل هم د مخدره توکو کارونه ده چې دا چاره کورني اقتصاد ته هم سخته ضربه واردوي.

او تاوتريخوالی بيا پر طلاق (د ښځې او مېړه پر جلاوالي) تماميږي.

نشه د انسان په وجود کې د تحرک او فکر ځواک له منځه وړي او په دماغي ستړيا يې اخته کوي.

په افغانستان کې د نارينه وو تر څنګ يو شمېر ښځې او ماشومان هم په نشه يې توکو اخته دي چې د روږدو ښځو په وينا دوی د خپلو خاوندانو له لوري په زور او جبر د نشه يې توکو کارولو ته مجبوريږي او له روږدي کېدو وروسته دوی اړ دي چې دا کار ترسره کړي او خپل وخت ښه تېر کړي.

هغه ښځې چې له کوره بهر کار کوي او د نفقې برابرولو مسووليت يې پر اوږو دی دوی له خپلو ماشومانو څخه د ځان خلاصونې په موخه هر ماشوم ته نشه يې توکي ورکوي چې هغوی نشه او ځانونه زيات کار کولو ته وزګارې کړي چې دا کار يې د ماشومانو لپاره د ابدي بدمرغۍ دروازې پرانيزي او له ماشومتوبه د ميندو له لوري په نشه يې توکو روږدي کيږي.

يا هم کله چې ميندې د نشه يې توکو له کارولو وروسته خپل ماشوم ته شودې ورکوي نو د موادو بوی پر ماشوم هم اغېز کوي او د ګنګسيت لامل يې ګرځي او مور له دې نه وي خبره چې ماشوم يې په لوی لاس پر نشه يې توکو روږدي کړی.

نشه له ډېرو بدمرغيو سره سره په ټولنه کې د انساني وقار او په ځان باور کچه هم راټيټوي، په نشه يې توکو روږدی کس په ټولنه او خلکو کې خپل باور له لاسه ورکوي او دا کار يې له خلکو څخه د لري والي او ګوشه نشينۍ لامل کيږي.

ډيری ځوانان پر نشه يې توکو له روږدي کېدو وروسته له کوره تېښتې ته اړ کيږي او له نورو معتادو کسانو سره په ويجاړو او ناوليو ځايونو کې له کورنۍ څخه لرې شپې او ورځې سبا کوي، هره ورځ يې د نشه يې توکو پر څکلو پيليږي او د نشه يې توکو پر کارولو بيا پای ته رسيږي.

د روږدي کسان د کورنۍ او ټولنې د اوږو دروند بار وي چې پر خپلو پښو د درېدو توان نه لري.

که غواړئ چې په ټولنه کې په ښه نامه ياد شئ،عزت مو خوندي وي او خوشاله ژوند ولرئ نو د نشه يې توکو له کارونې ځان وساتۍ او د خپل برخليک جوړولو لپاره له خپلو ټولو انساني کراماتو څخه په استفادې مبارزه وکړئ او خپلو ټاکلو موخو ته ځان ورسوئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ غرنۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

تورپیکۍ غرنۍ کابل میشته لیکواله او ژورنالیسته ده- په یاران کې یې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق خپله له لیکوالې او یاران ادارې سره خوندې دی.