Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

له واده وروسته مینه؛ ګډ ژوند په دې لارو چارو له مینې ډک وساتئ

لیکنه: صادق طارق

ځینې فکر کوي، چې مینه یوازې هغه اړیکه ده، چې دوه تنه یې له لرلو وروسته یو بل سره واده کوي او بس!

خو داسې نه ده، مینه هغه اړیکه ده، چې تر ابده ژوندۍ وي او ورځ تربلې لا پياوړې كیږي، نه چې له واده سره تمامه شي او د یو بل مینان پکې له یو بل نه ماړه شي.

دلته هغه مشورې او لارې چارې درسره شریکوو، چې په وسیله یې دغسې حالت ته رسیدی شئ.

یو بل ته وخت ورکړئ!

هغه نارینه او ښځینه، چې غواړي له واده وروسته یې هم ژوند له مینې مالامال وي، یو بل ته باید پوره وخت ورکړي.

په دې مانا، چې زیات وخت له یو بل سره پاتې شي، د یو بل خبرې واوري، یو بل ته وګوري او لږ ترلږه اونۍ کې یو ساعت خو بیخي دوستانه او د زړه له تله دوه په دوه مجلس سره وکړي.

متفاوت پيغامونه دې ورکړي

نارینه په عام ډول دا خوښوي، چې خپله مېرمنه وویني او ښایسته یې وویني.

د ښځینه وو بیا عادت دا دی، چې باید ښې او خوږې خبرې ورته وشي.

که نارینه یاست، نو مېرمنې ته مو ښې او خوږې خبرې وکړئ او که ښځینه یاست نو د ژوند ملګري ته ځان سینګاروئ، چې سترګې یې درباندې خوږې شي او مینه مو سره زیاته شي.

یو بل وپېژنئ

د ګډ ژوند یو اساسي اصل یو بل درک کول او یو بل سره د هماغه درک له مخې مناسب چلند کول دي.

که غواړئ، چې ژوند مو ښه مخته لاړشي، نو یو بل درک کړئ او د هماغه درک له مخې چال چلند سره ولرئ.

دا کار هم دواړو لوریو ته ښیي، چې په ښه ډول یې وکړي او یو بل خوشاله وساتي.

د یو بل منفي ټکي وپېژنئ

هر انسان منفي اړخونه لري، ځینې اړخونه یې د اصلاح وړ دي او ځینې نه.

هغه اړخونه، چې فکر کوئ، ستاسې د ژوند ملګری/ ملګرې یې لري او د اصلاح وړ دي، هڅه وکړئ چې په تدریجي او مناسب ډول یې اصلاح کړئ.

ځینې اړخونه چې فکر کوئ، نه اصلاح کیږي، سر مه پرې خوږوئ.

له هغو ټکیو سره او دې سره چې څنګه یې باید وزغمئ، ځانونه عیار کړئ تر څو ژوند مو له ستونزو خوندي او په خوشالۍ سره تېر شي.

همدا ډول د یو بل مثبت ټکي هم ذهن ته راوړئ او فکر وکړئ، چې د دغو منفي ټکیو لرونکی/ لرونکې د منفي ټکیو ترڅنګ دومره مثبت ټکي هم لري او ستاسې ژوند پرې رنګین دی.

 

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق