فبروري 26, 2021

په دې تګلارو سره د نړۍ تر ټولو غوره خاوند شئ

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

ښځینه خپل ځانګړي روحیات لري او که چېرې کوم نارینه وکولای شي، په دې روحیاتو باندې پوه شي او درک یې کړي، نو د خپلې مېرمنې لپاره به تر ټولو غوره خاوند وي. د دې په تړاو، چې څنګه غوره خاوند واوسئ، د نورو وړاندیزونو او سپارښتنو ته نه پام کول، آسانه کار دی، چې هرڅوک یې ترسره کولای شي. دم ګړۍ له واده څخه مو څو کلونه تېرېږي؟
آیا هغه کارونه چې باید ترسره یې کړئ، پرې پوهېږئ؟ مثلاً په میاشت کې یو ځل خپله مېرمن په سفر او چکر بیایئ؟ ښایي له ځانه سره فکر کوئ، چې څوک د دې کارونو لپاره وخت لري؟ له شک پرته تاسو یې لرئ. له واده وروسته د کارونو په لومړیتوب بندۍ سره، د خپلو کارونو ارزښت لاپسې زیات کړئ.
هغه ټکي او سپارښتنې، چې دلته پرې رڼا اچول کېږي، ثابتوي چې دا کارونه شوني دي. دا کارونه څه آسانه او څه  پېچلي وي، ترسره کېدونکي دي، نو نالیدلي یې مه نیسئ.
جشن ونیسئ
کله چې ستړي یاست او بوختیاوې ستاسو لپاره سختې او ستونزمنېږي، بوختیاوې له هغه څه سره په تضادي کې دي، چې غواړئ ترسره یې کړئ، خو دقیقاً هماغه څه وي، چې ورته اړتیا لرئ، نو جشن ونیسئ، اړتیا نه شته، چې جشن ډېر زیات پرتمین وي، حتا د پیزا خوړلو لپاره د یو شمېر دوستانو رابلل، هم کولای شي، له ورځنیو چارو څخه مو را وګرځوي او په یوې ښې او خوندورې خاطرې باندې بدل شي.
د خوړو خوړلو پرمهال، له ځان څخه ټیلیفون لرې کړئ
څنګه کېدای شي چې له جوړو څخه یو یې په خپل موبایل کې بوخت وي، په داسې حال کې، چې بل یې په سکوت کې ناست دی او خواړه خوري. دا کار یو ډول بې احترامي ده او دې ته ورته کېږي، چې هغې ته ووایئ، چې دومره راته مهمه نه یې، چې وغواړم تاته پام وکړم، نو کله چې د ماښامنۍ د خوړلو لپاره رسټورانټ ته ځئ، نو موبایل په موټر کې کېږدئ یا هم په کور کې د ماښامنۍ د خوړلو پرمهال ټیلیفون مو له ځانه لرې کړئ. ښایي دا کار په پیل کې درته لږ څه سخت او ستونزمن وي، خو ډېر ژر به پرې عادت شئ.
پوښتنه مه کوئ، چې نن دې څنګه وه؟
د پوښتنې کولو پرځای، پوه شئ چې ورځ یې څنګه تېره شوې ده، کله چې پوښتنه کوئ، نو د ژوند شریک ته مو د ماموریت د کشف احساس ورلېږدوئ، خو کله چې هڅه وکړئ، د پوښتنې کولو پرځای په خپله پرې پوه شئ، نو د خپل ژوند د شریک په زړه کې لا ډېر ځای پیدا کوئ او اړیکه مو لاپسې ژورېږي.
کله چې هغه له رییس او یا له خپل نوي همکار سره د لیدو کتو په اړه کیسه کوي، نو پر هغه د دغو پېښو د اغېزې په اړه ترې وپوښتئ. آیا دا کار د هغه د خواشینۍ او غوسې سبب ګرځي؟ په حقیقت کې، په دې کار سره مو هغه ته دا څرګندوئ، چې دلته یې ترڅنګ یاست، چې له هغه څخه احساسي ملاتړ وکړئ او همدارنګه دا چاره مو د دې سبب ګرځي، چې د هغه دنننۍ نړۍ ته لا ډېر نفوذ وکړئ.
په میاشت کې یو ځل د ژوند د شریک رول مه لرئ
یا حتا د یوه ماسپښین لپاره، ښایي د دې کار لپاره، لږ د ګناه احساس وکړئ، خو شک مه کوئ چې د اړیکې له ښه کېدو سره به مو مرسته وکړي، په نننۍ ټولنه کې د نارینه او ښځینه و باور دا دی، چې موږ باید په نورو باندې پام وکړو، دا باور د دې سبب ګرځي، چې تر ټولو مهم شخص، یانې خپل ځان نا لیدلی ونیسو.
کله چې تل د ژوند شریک، ماشوم، همکار، مشتري او کورنۍ ته لومړیتوب ورکړئ، انرژي مو په بشپړه توګه له منځه ځي. په یوه لنډ مهالي سفر لاړ شئ، د خپل ځان لپاره بوختیاوې ولرئ، پلی مزل وکړئ یا حتا په انګړ کې اوږد وغځېږئ او استراحت وکړئ.
هیلې مو را ټیټې کړئ
زما خبره دا ده چې هیلې مو راټیټې کړئ. ډېری خلک له یوې اړیکې څخه، چې کومې هیلې او تمې لري دا دي، چې د ژوند شریک یې باید وکولای شي، خوشاله یې کړي، خو هغه د دې هیلې په اړه، په څه نه پوهېږي. مثلاً یوه مېرمن وایي چې زه مې له خپل خاوند څخه دا هیله لرم، چې هر کال زما د زېږون په ورځ را ته ډالۍ واخلي.
کله چې هغه دا کار ترسره نه کړي، نو تاسو خواشیني کېږئ، خاوند مو نه شي کولای، چې ستاسو ذهن ولولي، نو له هغه سره د خپلو هیلو په اړه خبرې وکړئ، ترڅو خوشاله او ټینګه اړیکه ولرئ.
د خپل ځان په نسبت اړیکې ته لومړیتوب ورکړئ
معمولاً په اړیکیزو بحثونو کې هر څوک پرځای د دې، چې حق هغه څه ته ورکړي، چې د اړیکې لپاره ښه او ګټور دی، خپل ځان ته حق ورکوي. د دې کار لپاره باید دومره بشپړ واوسئ، چې وکولای شئ له ځانه تواضع ښکاره کړئ. په حقه اوسېدل په اړیکه باندې ډېره زیاته منفي اغېزه کوي، له خپل ځان څخه وپوښتئ، آیا په حقه اوسېدل، په اړیکه کې د دومره اروایي فشار (سټرس) ارزښت لري.
د شکایت او نیوکې ترمنځ توپیر زده کړئ
نیوکه یانې له احساسي ځور سره مل د مقابل لوري په شخصیت باندې برید کول، خو شکایت په چلند کې د بدلون لپاره یو وړاندیز دی. ډېری خلک د نیوکې او شکایت ترمنځ په توپیر باندې نه پوهېږي او یو شان یې ګڼي او په پایله کې نه شي کولای، چې د خپل ژوند له شریک سره ښه اړیکه ټینګه کړي. کله چې د ژوند شریک مو د کومې موضوع په اړه تاسو ته شکایت کوي، نو هغه ته د رټنې او سپکاوي په نظر مه ګورئ، بلکې خپله انرژي په هغو ټکو باندې مصرف کړئ، کوم چې په شکایتونو کې دي.
مثلاً تل به دې د اوونۍ په وروستۍ ورځ د انګړ په پاکولو کې له ما سره مرسته کوله، موږ د دې کار له ترسره کولو څخه واقعاً خوند اخیسته، خو اوس زه په خپله ټول کارونه ترسره کوم.
د شکایت ټکی: غواړم، چې انګړ په ګډه پاک کړو. غواړم، چې د تېر په څېر دا کارونه په ګډه ترسره کړو، مخکې مې د دغو کارونو له ترسره کولو څخه واقعاً خوند اخیسته، خو اوس نه.      

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*