اپریل 19, 2021

ګډ ژوند کې ښځينه سياستونه؛ په ځینو خبرو باید عمل وکړو

د خوشحاله ژوند راز یوازې او یوازې ستاسو په خپلو کړه وړو کې ده. دا چې تاسې یو خوشحاله ژوند غواړئ نو باید به ځينو خبرو عمل وکړئ. لکه:

۱ـ د نورو په مخ کې د خپل خاوند بد مه وایئ:

که چېرې تاسې د نورو به مخ کې د خپل خاوند بد ووایئ، نو نورو ته د دې لاره هوارېږي، چې ستاسې په اړیکه کې لاس وهنه وکړي، تاسې او خاوند مو سره جلا کړي.

۲ـ د ستونزو په وخت کې یې تکیه اوسئ:

په ژوند کې ټول له ګڼو ستونزو سره مخ کېږی، چې په داسې وختونو کې مونږ ټول یوې تکیې ته اړتیا لرو، ترڅو ډډه پرې ووهو، او د ستونزو وخت کې راسره د لارې مل اوسي.

۳ـ د دې تمه ورنه مه کوئ چې خپل ټول وخت تاسې سره تېر کړي:

د سړیو ژوند له ښځو ډېر توپیر لري، ځکه هغوی دې ته اړ دي چې د اړیکو پاللو سره سره باید د ښه ژوند درلودلو لپاره باید پلا ولري، او همدې پلان ته د رسېدلو لپاره باید ډېرې هلې ځلې وکړي. نو ګوندې ځينې وخت تاسې ته ډېره مینه در نه کړي، او یا هم د بوختیا له وجې تاسې سره د ورځې په اوږدو کې ډېر لږ وي. نو هېڅ کله له خاوند څخه مو د دې تمه مه کوئ، چې هغوی دې ټوله ورځ تاسې سره اوسي، او یا هم په هره مېلمستیا کې تاسې سره لاړ شي.

۴ـ داسې چلند ورسره مه کوئ چې له کوره په تېښته وي:

شاید تاسې ته دا نوې خبره وي، خو ایا په دې پوهېدی چې ستاسو تل بد چلند او ګیلې کول د دې سبب کېږي، چې نور مو خاوند له کوره په نورو ځایونو کې ډېر خوشحاله وي.
له ډېرو شخړو او بدو خبرو کولو لاس واخلئ، ځکه کور ته چې خاوند راشي هغه یو داسې چاته اړتیا لری، چې په خوله مسکا ولري او دوی ته ښه راغلاست ووایي. نه دا چې سم د لاسه په بدو خبرو پیل وکړئ.