د یوټوب او فیسبوک نوی جنجال؛ د فرانسې مسلمانان او د امریکا کنګرې ورپسې اخیستې

د فرانسې د مسلمانانو شورا اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ پر جوماتونو د ترهګرو د برید په تړاو یې له فیسبوک او یوټوب شبکو څخه شکایت کړی.
دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادو شبکو د دغو بریدونو ویډیوګانې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي او په دې توګه یې د ترهګرۍ ملاتړ کړی.
د شکایت جزیات
یادې شورا ویلي، چې دوی پخپل شکایت کې یادې شوې ټولنیزې شبکې د ترهګریزو اعمالو او نظریاتو په ملاتړ تورنې کړي.
مسلمانانو ویلي، چې د نیوزیلینډ پېښې خپرول؛ هغه هم له داسې پیغام پرته چې پېښه پکې غندل شوې وي، د ترهګریزو نظریاتو او اعمالو لپاره تبلیغ کول دي.
دوی باور لري، چې داسې ویډیوګانې خپرول نور مسلمان ضدې کړۍ هم هڅوي څو په ورته منفورو اعمالو لاس پورې کړي.
د مجازات احتمال
د مسلمانانو شورا دا شکایت په فرانسه کې د فیسبوک او یوټوب کمپنیو د څانګو پرضد کړی.
دا څانګې د فزیکي حضور له کبله مجبور دي، چې د فرانسې قوانینو ته غاړه کیږدي او اټکل شوي مجازات ومني.
د فرانسې د قوانینو له مخې د داسې عمل لپاره چې یادو شبکو کړی، د ۳ کاله زندان او ۷۵ زره یورو (۸۵ زره ډالرو) د نقدي جریمې د سزا وړاندوینه شوې.
د شبکو غبرګون
فیسبوک کمپنۍ اعلان وکړ، چې دا ویډیو یې ډېر زر بیرته ډیلیټ کړې او اصولاً هم مخالفت ورسره لري.
د فرانسې د مسلمانانو شورا د فیسبوک ادعا تاییدوي او مني، چې د ویډیو له خپرولو ۲۹ دقیقې وروسته یې دا ویډیو لیرې کړې ده.
شورا له دې سره هم د خپرولو له کبله فیسبوک کمپنۍ ته د یوټوب په خوا کې مجازات غواړي.

یوټوب کمپنۍ، چې ويل کیږي هغې هم دغه ویډیو بیرته ایسته کړې، تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د امریکا د کنګرې غبرګون
له دې سره هم مهاله د امریکا د کنګرې یوه ډله استازو د فیسبوک، یوټوب، مایکروسافټ او ټویټر شبکو مشران ورغوښتي څو د نیوزیلینډ د دغې بدې پېښې د ویډیو خپرولو په اړه توضیحات ترې وغواړي.
د امریکا د کنګرې د احضاریې دلیل روښانه شوی نه دی، خو د مسلمانانو او نامسلمانانو په ګډون د دغو ویډیوګانو منتقدین د یوه مذهب خلاف د تاوتریخوالي له ټکي وراخوا داسې ویډیوګانې د تروریستي افکارو د ترویج او د اذهانو د ګډوډۍ سبب ګڼي.
د نیوزیلینډ پېښه
په نیوزیلینډ کې د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ مه پر دوو جوماتونو څو وسله والو ترهګرو د جمعې د لمانځه پر وخت بریدونه وکړل، چې تر ۵۰ مسلمانانو یې شهیدان او همدومره نور یې ټپیان کړل.
د عبدالعزیز په نوم د یوه افغان اتل مقاومت د تلفاتو د مخنیوي سبب شو، کنه تر دې د زیاتو تلفاتو احتمال مو جود و.
عبدالعزیز په یوه جومات کې لمونځ کاوه او له ترهګر پاتې د تش او بې مرمۍ ټوپک په مرسته یو بریدګر تیښتې ته اړ ویست.