مارچ 2, 2021

بنګلادېش غښتلی کپټان بایلي

لیکنه:بهار سمسور
۳۵ مشرف مرتضا رسمي اعلان کړه چې راروان ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام یې د بنګلادېش لپاره وروستۍ لوبې دي او نور به له کریکټ سره رخصت واخلي.
نوموړي دا خبرې وروسته له هغې ناستې رسنیو ته وکړې چې د نړیوال جام لپاره د لوبډلې ګډ تصویر هم په شیر بنګلا ښکلي لوبغالي کې د نړیوال جام لپاره په نوي تیار شوي لباس کې واخیستل شو.
مشرف چې د مشرۍ لاندې یې بنګالۍ لوبډله ښه لوبیدلې او غښتلې لوبې یې هم تر سره کړې ښی لاسی چټک توپ اچونکی دی او هم د غټو شپږیزو وهلو ماهر دی.

نوموړي لا له وړاندې له شل اوریز او ټېسټ کریکټ ځینې رخصت اخیستی خو په یوه ورځینیو لوبو کې لوبیږي.
مشرف دوه میاشتې وړاندې په ملي پارلماني ټاکنو کې نوماند و چې تر ټولو نورو نوماندانو یې زیاتې رایې واخیستې او د بنګلدېش د خلکو د استازو کور ته یې ځان بریالی کړ چې له کریکټ لباس ایسته کولو سره به په سیاسي برخه کې د بنګلادېشي ملت استازولي وکړي.
دا یوازې مرتضا نه دی بلکه یو شمېر نور ورزش کاران هم چې لومړی یې د ورزش په ډګر کې د ملت تر منځ نفوز پیدا کړی وروسته یې په سیاسي ډګر کې ترې کار اخیستی او د خلکو چوپړ کوي، چې ښه مثال یې د پاکستان د اوسني صدر اعظم عمران خان دی دی یو وخت د پاکستانۍ کریکټ لوبډلې غړی/کپتان و او اوس د ملت سرلاری دی.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ