سپورټ کرکټ مخکښان

د مصباح الحق ځای ښایي شعیب اختر ونیسي

د پروسږ کال په سپتمبر کې مصباح الحق د پاکستان کرکټ بورډ کې د غوراوي کمېټې او د لوبډلې د توپوهنې برخې مشر یا کوچ ټاکل شوی و.

ده دغه دواړې دندې پرمخ وړلې او د اکټوبرپه ۱۴ مه له غوراوي کمېټې څخه لرې شو او یواځې د لوبډلې روزونکي په توګه پاتې شو.

ځینو کرکټ مبصرینو له وړاندې ویلي چې د مصباح الحق  پرځای ښایي د پاکستان پخوانی فسټ بالر شعیب اختر د غوراوي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شي.

د مصباح الحق په مشرۍ کې د پاکستان کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې له لومړي مقام څخه څلورم ځای ته شاته شوه.

دا چې مصباح الحق د لوبډلې مشر روزونکی شو؛ نو ډېری پاکستانیانو په ده له دې امله انتقادونه وکړل، چې خپل وراره امام الحق ته یې په لوبډله کې ځای ورکړی.

مصباح الحق په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان لوبډلمشر و او د نړۍ په کچه یواځینې غوره توپوهونکی دی، چې په یو ورځنیو لوبو کې سلیزه  نه لري او ډېری وخت د نوي منډو په خانه کې ناټ اوټ پاتې شوی دی.

مصباح الحق د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې وروسته له هغې کوچ شو، چې مایکي ارتور د پاکستان د لوبډلې له روزنې لاس په سرشو او هغه د سریلانکا کوچ شو.

ارتر د پاکستان لوبډلې سره د روزنې مزل هغه وخت پای ته ورسېد، کله چې د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې د پاکستان لوبډله له نیمه پایلوبې وړاندې له لوبو بهر شوه.

د مصباح الحق په وینا:

زه په دواړو دندو کې، یعنې د غوراوي کمېټې په مشرۍ او د لوبډلې په روزنه کې فشار حس کوم او نږدې له تېر یوه کال راهیسې په دې دنده پاتې شوی، ما هڅه کړې خپله ټوله انرژي مې کارولی او د لوبډلې د ترقي لپاره مې کار کړی دی.

د کرکټ څارونکي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له وړاندې خپل نظرونه ورکړي او ویلي یې دي، چې د هغه ښه ځای ناستی به شعیب اختر وي.

د مصباح په مشرۍ کې د پاکستان لوبډلې ۱۹ لوبې کړي او یواځې ۷ لوبې یې ګټلي دي.

مصباح الحق او لوبې یې

مصباح ۴۶ کاله عمر لري، په ۱۹۷۴ کې د پنجاب ایالت په راولپنډۍ کې زېږېدلی دی.

دی د انضمام الحق ورور دی، چې هغه هم د پاکستان وتلی کرکټر او لوبډلمشر و.

په ۲۰۰۱ کال کې یې ټېسټ لوبې پیل کړي او لومړۍ لوبه یې د نیوزیلېنډ خلاف ترسره کړې، په ۲۰۱۷ کال کې یې له ټېسټ لوبو سره خدای پاماني وکړه.

په ۷۵ ټېسټ لوبو کې یې ۵۲۲۲ منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۶۱ دي، لس یې سلیزې او ۳۹ یې پنځوسیزې وهلي دي.

۲۰۰۲ کال کې یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې د یو  ورځنیو لوبو پیل وکړ او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۵ کې د اسټرالیا پر وړاندې وکړه.

۱۶۲ یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۱۲۲ منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۹۶ دي، ۴۲ یې پنځوسیزې وهلي دي.

۳۹ شل اوریزو لوبو کې یې ۷۸۸ منډې کړي، یوه لوبه کې یې ۸۷ لوړې منډې دي او درې پنځوسیزې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ