پرون او نن ټايلينډ کې د کرونا مثبت پېښه او مړينه نده ثبت شوې

خبريال: مدثر دعوت
د ټايلينډ حکومت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وایروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او نه يې هم مخکنيو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په ځينو هېوادونو کې ورځ تر بلې د کرونا وایروس پېښې په زياتېدو دي، په ځينو هېوادونو کې لکه نيوزلينډ په اونۍ کې يوه مثبته پېښه ثبتېږي، د برازيل په څېر هيوادونه د نورو هېوادونو سيلانيان تشويقوي، ځينې هېوادونه قرنطينونه نرموي، خو ځينې لاهم په سخت قرنطين کې دي.
کرونا وايروس چې تر دې مهاله يې نړۍ سخته ځپلې ده د ناروغانو او مړو شمېر يې هره ورځ زرګونو ته رسېږي، خو په ټايلينډ کې پرون او نن د کرونا ويروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او نه هم کوم ناروغ د دې وایروس له کبله مړ شوی دی.
که څه هم په ټايلينډ کې د کرونا وایروس پېښې څو مياشتې وړاندې ثبت شوې، خو دا ټول هغه کسان وو چې ټايلينډ ته د بهر هېوادونو څخه ورغلې وه او يا هم بېرته راستانه شوې ګډوال او مسافر و.
۱۷ ورځې وړاندې د کرونا وایروس لومړنی ټايلينډی په نښه کړ او دا دی اوس يې د مثبتو پېښو شمېر ۳۱۲۵ تنو ته رسېږي او ۵۸ کسان يې وژلي دي.
په نړۍ کې تر دې مهاله ۷۴۸۲۹۷۰ کسان په کرونا وایروس اخته شوي چې له امله يې ۴۱۹۴۱۸ کسان مړه شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.