اقتصاد ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

ښه فکر کول زموږ پر ژوند مثبت اغېز کوي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

د هر چا ژوند د هغه تر فکر پورې هم اړه لري، یعنې موږ هر ډول فکر وکړو، هماغسې کېږي. یعنې زموږ باور او نیت راتلونکې کې بېرته په حقیقت بدلېږي، نو د همدې لپاره موږ باید تل مثبت فکر وکړو. ځکه چې زموږ ذهن د یو کمپیوټر په شان دی، هر ډول چې خپرونه ورته جوړه کړو، هماغه ډول کار ورکوي.

انسانان په ژوند کې هر کار کولی شي، فقد دا چې اقدام وکړي او پر ځان باور ولري. کله چې دا کار وکړي، نو بریا به هم د دوی وي. که موږ تل وایو چې موږ نه شو کولای، موږ وړتیا نه لرو یا هم موږ جذابه نه یو، نو همدا فکر زموږ د پرمختګ مخه نیسي، بلکې تل باید ووایو چې موږ ځواکمن یو، بریالي کېږو، جذابه یو د دې خبرو ویلو سره اعتماد په نفس مو هم لوړېږي.

خدای تعالی فرمایلي دي چې هر څومره تاسې ډېره هڅه وکړئ، همدومره د نويو شیانو تجربه درپه برخه کوم. تل باید په خدای باور ولرو، حتا په خراب ترینه شرایطو کې، که زموږ فکر سم وي، نو هغه سخت حالات به هم راباندې اسانه تېر شي، ځکه خدای تل له زموږ سره دی.

د خلکو منفي خبرو ته باید غوږ ونه نیسو، موږ هغه څوک نه یو چې خلک زموږ په هکله قضاوت وکړې، بلکې زموږ فیصله د هر کار د خدای په لاس کې ده، نه د بنده‌ګانو، نو د دې لپاره باید خپل فکر د هغوی په خبرو بوخت نه کړو. او خپل له ذهن څخه ویروس لري کړو، ځکه همدا ویروس زموږ د بریا مخه نیولی شي.

داسې ډېر کسان شته چې په لومړیو کې بریالي نه وه، خو وروسته خپل فکر ته او خپل ځان ته بدلون ورکړ، چې  بریالي شول.

والت دیزني:

خپل په ځوانۍ کې یوې ورځپاڼې کې کار کوئ، رییس یې ورته ویل ستا فکر ډېر کمزورۍ دی او ته نشې کولای سم کار وکړې.

وینستون چرچیل:

هر ځل په ښوونځي کې ناکامېدای. د بریاليو کسانو یو ګډ ټکی دا دی چې د نورو منفي خبرو ته پام نه کوئ، ځکه دوی خپله پوهېږي چې دوی خپله وړتیا لري.

موږ هم باید تل خپل له فکره کار واخلو، نه له نورو قضاوتونو او فکرونو څخه. که موږ خپل ذهن بدل کړو او هغه څه چې خدای زموږ په هکله ویلي ومنو، نو ډېر ژړ به زموږ څخه بل ډول او ښه شخصیت جوړ شي.
موږ کولی شو خپل د فکر څخه خپل ځان نېکمرغه او ارامه کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ