سپورټ کرکټ وزش او تمرین

مصباح‌الحق: پاکستانۍ لوبډله دویمې لوبې ته ښه راګرځې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې د توپوهنې روزونکې مصباح‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د انګلستان په وړاندې دویمې ټیسټ لوبې ته پاکستانۍ کرکټ ملې لوبډله ښه راګرځې او د لومړۍ لوبې خلاف په دویمه لوبه کې به ښه ولوبیږي.

هغه ویلې:

«موږ باید یاد ولرو، چې د انګلستان په وړاندې لومړۍ ټیست لوبه کې تر وروستۍ شیبې پورې ښه و، موږ به په دې لړ کې بیرته د ښه راتګ لپاره ډېره هڅه وکړو، کوم چې زه باور لرم زموږ لوبډله ددې وړتیا لري.»

مصباح‌الحق په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې انګلستانۍ کرکټ ملې لوبډلې د دریو ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۳ ویکټو ماته ورکړه.

د یادې لوبې غوره لوبغای د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې کریس ووکس وټاکل شو، چې په دواړه پاڼیو کې یې ۴ لوبغاړي سوځلې وه او ۱۰۳ یې بیا منډې جوړې کړې وې.

ټاکل شوې انګلستان او پاکستان دویمه ټیسټ لوبه بل سبا د اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه پيل کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ